نړۍ

بريتانيا کې مسلمانو ښځو ته د تروريستانو په سترګه کتل کيږي

له لندنه خپريدونکې ورځپاڼې ډيلي ټيليګراف يوې ليکوالې “اوا ويډال” د مسلمانو ښځو له قوله ليکلي، چې خلک د دوی حجاب څخه ويره لري او دوی ته د تروريستانو په سترګه ګوري.
نوموړې ليکوالې د زيب مططفی په نوم د يوې مسلمانې ژورناليستې او مدني فعالې له قوله ليکلي، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر له پيښې وروسته په لوديځه نړۍ کې مسلمانانو ته د تروريستانو په سترګه کتل کيږي، په ځانګړې توګه مسلمانې ښځې په دې اړه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
۲۰۰۱ کال راهيسې په لوديځ کې پر مسلمانو ښځو بريدونه ډېر شوي دي.

په دې وروستيو کې غربي هيوادونو په ځانګړې توګه بريتانيا او امريکا کې د غربي توکمپالانو او شرخو لخوا پر مسلمانانو بريدونه او د دوی دين، عقيدې، کلتور او حجاب ته د سپکاوي پيښې  ډېرې شوي دي.

بريتانيا چې، د ښځو د حقونو د خونديتوب دعوه لري، د ټولې نړۍ په پرتله پکې د ښځو پر خلاف تاوتريخوالی مخ پر زياتيدوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشرحقونو په تازه راپور کې راغلي، چې بريتانيا کې د جنسي تيري بريدونه د ټولې نړۍ په کچه ډېر دي.

د ډيلي ټيليګراف ليکواله “اوا” زياتوي، چې د دې د پلټنو او تحقيق پایله دا ده، چې بريتانوي ټولنه کې د مسلمانو ښځو پر خلاف تاوتريخوالی ډېر زيات دی او دلته د دوی ژوند ورځ تر بلې سختيږي.
د برمنګم پوهنتون په يو راپور کې راغلي، چې پر مسلمانو ښځو د بريدونو او سپکاوي ۵۸ سلنه پيښې د حجاب او اسلامي لباس په تن کولو له امله شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x