جنرال ووټل: امریکا په پاکستان کې د يو اړخيزو عملياتو هوډ نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ايل ووټل د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر باجوه ته ويلي، چې امریکايي پوځيان په پاکستان کې د يو اړخيزو عملياتو هوډ نه لري.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال ووټل جنرال قمر باجوه ته ډاډ ورکړی، چې د دواړو هېوادونو د ترينګلو اړيکو سربېره به په پاکستان کې يو اړخيزه پوځي عمليات ونه کړي.

د خبرپاڼې په وينا جنرال جوزف ايل ووټل او يوه امریکايي سناتور له جنرال باجوه سره ټيلفوني خبرې کړي دي، خو د سناتور نوم نه دی روښانه شوی.

جنرال ووټل ويلي، امریکايي پوځيان په پاکستان کې د عملياتو هوډ نه لري، خو له پاکستانه يې غوښتي، چې د امریکا په باور «د هغو افغان کډوالو پر ضد عمليات وکړي، چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو بريدونه کوي.»

د خبر پاڼې له مخې د پاکستان لوی درستيز امریکايي جنرال ته ويلي، چې د امریکا له مرستې پرته هم په پاکستان کې د مخالفينو پر ضد جګړه د خپلو «ملي ګټو» لپاره پر مخ بيايي.

جنرال باجوه ويلي، چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا اندېښنې په نظر کې لري او د دې لپاره اړينه ده، چې افغان کډوال بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۸ کال له لومړۍ ورځې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې پاکستان «په چل، درواغو او دوه مخۍ» تورن کړی و او تور يې لګولی و، چې امریکايي چارواکو پاکستان ته ميلياردونه ډالر ورکړي، خو پاکستان يې په ځواب کې له درواغو او چل پرته بل څه نه دي کړي.

د ټرمپ له دغه ټويټ وروسته د امریکا او پاکستان اړيکې ترينګلې دي، پاکستاني چارواکو ويلي، چې نور د امریکا متحدين نه دي او نه به هم له امریکا سره استخباراتي او پوځي مرستې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې شپاړس کلنې جګړې د ماتې پړه پر پاکستان اچول غواړي او دا کار د منلو وړ نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.