د ۱۹ کلنو نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان توپ وهنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام لومړۍ لوبه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

په لوبډله کې د افغانستان لخوا ۶ توپ وهونکي او ۵ توپ اچونکي شامل دي، چې ښکاري داسې ډیر تمرکز یې پر توپ وهونکو وي.

ننۍ لوبه کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

لوبډلمشر نوین الحق «توپ اچونکی»، رحمان الله ګوربز «توپ وهونکی»، ابراهیم ځدراڼ « توپ وهونکی»، بهیر شاه « توپ وهونکی»، اکرام علي خیل «کیپر»، درویش رسولي « توپ وهونکی»، نثار وحدت « توپ وهونکی»، قیس احمد «توپ اچونکی»، مجیب ځدراڼ «توپ اچونکی»، ظاهرخان «توپ اچونکی» او عظمت الله عمرزی «توپ اچونکی» شامل دي.

د اسیا جام سیالیو پایلوبه کې پاکستان ته له سترې ماتې ورکولو له امله ننۍ لوبه کې پر پاکستان فشار زیات دی، چې له دغې فشار څخه په ګټه اخیستنې افغانستان کولای شي لوبه وګټي.

دا مهال لوبه پېل شوې او لوبډلمشر نوین الحق په لومړي اور کې د پاکستان اوپنر توپ وهونکی محمد زید عالم وسوځاوه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.