ورزش

یوې مسلمانې پیغلې په لومړي ځل د سکاټ لنډ کرکټ ټیم ته لاره ومونده

نن ټکی آسیا:د یوې سکاټ لنډۍ ورځې له راپور سره سم، په لومړي ځل یوه څوارلس کلنه مسلمانه پېغله په دې وتوانېده،چې د دغه هېواد د کرکټ ښځېنه ملي ټیم ته لاره ومومي.

ابتحه مقصود چې څوارلس کاله عمر لري او د ایسټوډ عالي لیسې زده کوونکې ده، د غوره لوبغاړې په توګه تر پېژندل کېدا وروسته د سکاټ لنډ د کرکټ د ملي ټیم (ویلډکیټس)غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړې تر اوسه پورې د خپل ټیم لپاره په دوو لوبو کې لوبېدلې ده ، چې په یوه کې يې ماتې خوړلې او له بلې بریالۍ وتلې ده.

ابتحه وايي،چې دا په دې ویاړي، چې د خپل ټیم تر ټولو کشرۍ لوبغاړې ده او د نورو همکارانو له خوا ورسره ښه چلند کېږي.

دا وايي، په پیل کې وارخطا غوندې وم، خو ټېم ته په راتګ سره د ټولو نورو لوبغاړیو چلند راسره دوستانه و او زیاتوي،چې هېله منه یم، راتلونکو دوو لوبو ته به هم د خپل ټیم له لورې انتخاب شم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x