ورزش

کرېکټ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

کرېکټ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا، شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو جام په پنځوس اوریزه سیالیو کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي د توپ اچونې وروسته په توپ وهنه کې هم ښه وځلیدل، د درویش رسولي په پنځوسیزې او د اکرام علي خیل ۴۶ منډو هدف په اسانۍ پوره کړ.

نننۍ لوبه کې لومړۍ توپوهنه پاکستان پیل کړه، چې په ۴۷،۴ اورونو کې یې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۸۹ منډو هدف کېښود.

په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي ۳، قیس احمد ۳، ظاهر خان ۱ او نثار وحدت هم یوه ویکټه واخیسته چې پاکستاني لوبغاړي یې ډېرو منډو جوړولو ته پرېنښودل.

په پاکستاني توپ وهونکو کې یوازې روهیل نذیر ۸۱ منډې وکړې او نور لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل.

په افغان توپ وهونکو کې رحمان الله ګوربز ۳۱، اکرام علي خېل ۴۶، نثار وحدت ۱۹ او دروېش رسولي بیا۷۶ منډې وکړې او د پاکستان هدف یې پوره کړ.

د افغانستان راتلونکې لوبې له سریلانکا او ایرلنډ سره دي.

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له دې وړاندې پاکستان ته دوه ماتې په اسیايي کپ او درېیمه ماتې یې د ۱۹ کلنو په نړیوال کپ کې ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x