ورزش

کرېکټ: نیوزېلنډ پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لړۍ په دریېمه لوبه کې نیوزېلنډ پاکستان ته په ۱۸۳ منډو ستره ماتې ورکړه.

لوبه نن د افغانستان په وخت ۲:۳۰ بجی پیل شوه، چې نیوزېلنډ پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، په ۵۰ اورونو کې یې ۲۵۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا لوبډلمشر کین ویلیمسن د تېر په څېر یو ځل بیا ښه وځلید او ۷۳ منډې یې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا رومان رئیس او فهیم اشرف ۳-۳ او شاداب خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان ټاکلي هدف ته په کتلو فکر کاوه چې پوره به یې کړي، خو ټوله لوبډله یې په ۷۴ منډو وسوځیدله، د نیوزېلنډ څخه یې تاریخي ماتې وخوړه، چې دا ددوی یو ورځنۍ لوبو په تاریخ کې دریېمې کمې منډې دي.

د پاکستان لوبډله له پېله ویکټ له لاسه ورکړه چې یو مهال یې د ۱۶ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، او همدارنګه ټوله لوبډله یې په ۲۷.۲ اورونو کې په ۷۴ منډو وسوځیدله.

ددوی لخوا اظهر علي صفر، فخر زمان ۲، بابر اعظم ۸، محمد حفیظ صفر، شعیب ملک ۳، سرفراز ۱۴ (ونه سوځید)، شاداب خان صفر، فهیم اشرف ۱۰، محمد عامر ۱۴ او رومان رئیس ۱۶ منډې جوړې کړې.

د نیوزېلنډ لخوا ټرینټ بولټ غوره توپ اچونه ترسره کړه، او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x