نظــر

د یار لپاره درمسال جارو کومه!!

زه د پښتو ادبیاتو سره دومره ډیره بلدتیا نه لرم ځکه چې مسلک مې نه دی او مطالعې ته يې وخت نشم پیداکولای مګر د لیکنې له عنوان نه مې مطلب دا ټپه وه:
یار مې هـــندو زه مــسلمان یم
د یار لپاره درمــسال جارو کومه

دا ټپه چې هر چا ويلي وي خو د پښتو د نورو ټپو په څير یوه مشهوره ټپه ده، مخکې مې درته وویل چې زه خو نه د دې ټپو په تاریخچو پوهیږم او نه یې راته کیسې معلومي دي مګر نن مې د خپلې لیکنې لپاره عنوان وټاکه، هغه داسې چې کرزیخیلو کاناډا ته یو هندو د افغان سفیر په حیث لیږلې، کله چې مې دا خبر واوریده نو مې پورته ټپه ذهن ته راغله.

د کرزي اداره چې ټوله د بهرنیانو د جاسوسانو او غلامانو څخه تشکیل شوی اصلاً خو د ادارې اطلاق هم پرې نه شي کیدای، یو ځل بیا یې خپل ولس ته خپله منحوسه څيره وښودله، بیا يي نړیوالو ته وښودل چې د کابل اداره په حقیقت کې د نړیوال کفر د متحدینو سفارت خانه ده دلته د ملت واکمنان نه بلکې د ملت دښمنان د واک په ګدۍ ناست دي، د افغانستان په تاریخ کې ډیرې شرمیدلې څیرې تیرې شوی خو دومره ذلیله غلامي چې کرزي او درباریانو یې وکړه شاشجاع پرې له قبر نه لعنتونه وايي، زه په دې موضوع خبرې نه کوم چې یو مشرک او کافر ته دمسلمانانو د استازیتوب دنده ورکول روا او یا ناروا کار دی ځکه چې که دغه موضوع باندې څه لیکم نو ضرور به د قرآن ایتونه او نبوي احادیث وي حال دا چې د کرزي په اداره کې  نه څوک قرآن ته ژمن دي او نه هم احادیثو ته، بلکې دلته هر څوک د خپلې خیټالوژۍ پسې روان دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان د نهه نوي سلنې نه زیات کسان مسلمانان دي په کرزیخیلو بل څوک قحط شو چې یو هندو یې د افغانستان استازی کړ؟!! هندي کلتوري یرغل خو په افغانستان کې دومره اثر کړی چې حتی اوس ورته ډیر خلک د رښتوني دوستانو په نظر ګوري، هغوی چې هندي کفارو ته د دوستانو په نظر ګوري نه خو اسلامي عقیدی ته ژمن دي او نه هم د سلطان محمود بچیان دي، نه ورته دا مهمه ده چې هندوان څه ډول خلک دي او څومره په دوستۍ ارزي او نه يې هم دا په فکر کې راغلل چې همدغه هندي کفار په کشمیر او ګجرات کې روزانه په زرګونو مسلمانانو په شهادت رسوي ولې هغه مسلمانان زموږ افغانانو سره هیڅ اړیکه نلري؟؟ کرزيخیلو خو په دې نږدې څوارلسو کالو کې ایله همدومره وکړل چې کفارو ته یې په افغانستان کې د پراخو نظامي او فکري فعالیتونو زمینه برابره کړه، همدا اوس نږدې دوه درجنه تلویزونونه شپه او ورځ د هندویزم په ترویج او تشریح بوخت دي څوک شته چې اعتراض پرې وکړي؟ نشته ځکه نشته چې بیا به درباندې دپنجاب ټاپه ولګیږي،او یوه بله مهمه خبره داده چې د هند کماندوز پوځیان په ارزګان ولایت کې د نورو کفارو سره څنګ په څنګ د افغانستان د ولس او مجاهدینو پرضد په صلیبي جګړه بوخت دي.

 زه وایم که د هندوانو سره دښمنې پنجابیتوب وي نو بیا خو اول پنجابې سلطان محمود غزنوي و او که چیرته بوتان ماتول پنجابیتوب وي یا ترې کرکه پنجابیتوب وي نو بیا خو ابراهیم علیه السلام هم بوتان مات کړي هغه ته به اوس کوم نوم ورکوۍ؟؟

د افغانستان ملت نږدې ټول مسلمان دی خو کرزي ته شاید بل کوم داسې تش په نامه مسلمان نه وي پیداشوې چې هغه تر اسلام کفر ته زیات وفادار وي نو ځکه يې هندو ته د سفیر دنده وسپارله، زما په نظر دا کار یې یواځې همدا معنی درلودای شي چې کرزي له پیله واک نه درلود اول یې انګریزانو ته د غازي وزیراکبر خان مډالونه پر سینه ورټومبل، اوس یې دا شرمول شروع کړل، د خدای ج لپاره ویښ شۍ افغانانو پر سر نوشت مو سودا روانه ده د غوا بچیانو ته مو اوس غلامان کوي، نه مو دا یهود او نصارا له غمه مړه دي او نه مو هم هندي کفار په درد او غم کې شریک دي ټول د یو هدف او مرام لپاره کار کوي چې هغه د اسلام او مسلمانانو له منځه وړل دي.

موږ له کرزي ګیله نه کوو ځکه چې هغه خو هسې هم یو ګوډاګې او نانزکه ده ګیله مو له هغه خلکو وشي چې د اسلام، مسلمانانو او پرضد دا  ټولې دسیسې ګوري خو د مخنیوي او غندلو پر ځای یې دفاع کوي، جوازونه ورته برابروي، کرزیخیلو چې لومړې یې شیعه ګان دلته د لویو او مهمو چوکیو خاوندان کړل اوس يې د هندوانو د واکمن کولو کیسې شروع کړی، موږ د کرزي دا عمل د اسلام، مسلمانانو،بیا په ځانګړي ډول افغانانو سره ستر او نه بخښونکې خیانت بولو، دا هر څه د امریکا او هند په مشوره شوي په لوی لاس دلته د سلطان محمود غزنوي بچیان د هندویزم  غلامۍ ته مجبوریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x