
امريکا افغانستان ته اووه سوه نور ځانګړي ځواکونه رالېږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امريکا پوځ وايي، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ځانګړو ځواکونو يوه نوې لوا واستوي، چې دا به د افغان ځواکونو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې مرسته کوي.
په بروکسل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د مرکزي دفتر وياند کينۍ فالکنير رسنيو ته ويلي، دغه جنګي ډله به د افغان اردو او پوليسو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې همکاري کوي، هغوی ته به روزنه او سلا مشورې ورکوي.
تر اوسه د امریکا دفاع وزارت د امنيتي ملحوظاتو له کبله د دغو رالېږدونکو عسکرو شمېر نه دی اعلان کړی، خو سټارز اينډ ټرايپس امریکايي ورځپاڼې د چارواکو له خولې ليکلي چې افغانستان ته د نويو استول کېدونکو روزونکو او عسکرو شمېر به نږدې اووه سوه تنه وي.
دغې ورځپاڼې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن له خولې ليکي: نوی جګړييز ځواک به له افغان پوځ سره د جګړې په کرښو کې هغه ډول مرسته کوي، لکه څرنګه چې له دې وړاندې د امريکا ځانګړو ځواکونو له افغان کمانډو ځواکونو سره کوله.
د امریکا د پوځ د رسنیو یو چارواکي کریستوفر اوپارد ویلي چې دا ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
له بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت د امريکا د ځانګړو ځواکونو د رالېږلو هرکلی کړی او د دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش ويلي، نوي رالېږل کېدونکي امريکايي روزونکي او عسکر به د افغانستان اردو، پوليسو او سرحدي ځواکونو ته پر نوې ټکنالوژۍ سمال د پوځي تجهيزاتو روزنه ورکړي.
د رادمنش په وينا، په لومړي سر کې به سل ځانګړي امریکايي سرتیري افغانستان ته راشي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د دوو زرو ناټو ځواکونو سربيره څوارلس زره امریکايي پوځيان ميشت دي چې د طالبانو پر وړاندې په جګړو، ځانګړو عملياتو، هوايي بريدونو کې برخه لري او غواړي چې دغه شمېره شلو زرو ته پورته کړي.
له بله پلوه د امريکا د نيو عسکرو په رالېږلو سره طالبانو غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: امریکا چې په يو لک عسکرو ميدان ونه ګاټه په سوونو عسکرو يې هم نه شي ګټلی.
نوموړي، افغانستان ته د نويو امریکايي عسکرو رالېږل (ډنډوره او تبليغاتي هڅه ) بللې او په خبره يې چې امريکا او متحدان يې غواړي په دې عمل سره خپلو مورال بايللو عسکرو ته روحيه ورکړي.
نوموړي ګواښ کړی، چې په پوځي ليکو کې د دوی نفوذي کسان په ډېر تلوار د امريکايي عسکرو سره د مخ کېدلو انتظار باسي، څو د خپلو بريدونو هدف يې وګرځوي.