خُرم: امریکا د افغانستان د تجزيې هوډ لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي، امریکا د افغانستان د تجزيې هوډ لري.

هغه پخپله تازه دری لیکنه کې چې ویسا ورځپاڼې خپره کړې، لیکلي چې امریکا د جګړې له پیله غوښتل له طالبانو سره د هېواد د تجزيې هوکړې ته ورسېږي.

خُرم پخپله لیکنه کې د یو پخواني طالب چارواکي له خولې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د امریکا د جګړې په پیل کې یوې ناستې ته وغوښت، چې پکې يې د هېواد نقشه په دریو شمالي، جنوبي او مرکزي برخو وېشلې وه، خو طالب چارواکي دا طرحه د خپل مشر په امر په سختو ټکو رد کړه.

هغه لیکي، پاکستاني چارواکي دا طرحه هغه وخت له طالب چارواکي سره شریکوله، چې د طالبانو واکمني پای ته په رسېدو وه او د امریکا بمبارۍ روانې وې، د هغه په خبره پاکستاني اړخ ډاډ ورکړی و، چې که طرحه ومني، واک به يې هم داوم وکړي او بمبارۍ به په ټپه ودرېږي.

خُرم په لیکنه کې وړاندې لیکي، چې همدا طالب چارواکی چې دی يې نوم نه اخلي، څو کاله وروسته يوه کنفرانس کې له یو امریکايي سره مخ کېږي، چې هماغه امریکايي يې له دې رازه خبروي چې پاکستاني چارواکي ورته د دوی په غوښتنه د تجزيې طرحه وړاندې کړه.

هغه د طالب چارواکي له خولې لیکلي: «له زندان وروسته مې یوه ورځ په یوه کنفرانس کې برخه واخیسته، یو څوک رانږدې شوي، ځان يې راوپېژاند، ویل يې زه امریکايي یم، زه تا پېژنم، خو ته مې نه پېژنې، څو کاله وړاندې زما و ستا تر منځ یوازې یو دېوال فاصله وه، کله چې تا له جنرال محمود سره کویټه کې خبرې وکړې او د هغه وړاندیز دې رد کړ، که دې هغه وړاندیز منلی وای، زه له بلې خونې درتلم او هغه توافق مې درته رسمي کاوه.»

خُرم په بلخ کې د عطامحمد نور او په کندهار کې د جنرال رازق خپل سریو ته په اشارې لیکي، چې امریکا د هماغې طرحې د تطبیق په هڅه کې ده.

هغه وايي د عطامحمد نور او جنرال رازق اړوند ا مریکايانو د مخالفت نه څرګندېدل یا يې هم په اړه پټه خوله نیول، دا ثابتوي چې دوی د یاد پلان د تطبیق هڅه کوي.

هغه پر چارواکيو غږ کړی، چې نور پر بهرنیانو تکیه پرېږدي او د خپل وطنوال اړوند دې توطیې نه جوړوي.

دغه پخوانی چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې ارګ د جنرال رازق اړوند پټه خوله دی، خو له عطامحمد نور سره يې لانجه تر میاشتې اوړي.

دلته مېشتو بهرنیانو تر اوسه په دې ناندريو کې ښکاره مداخله نه ده کړې.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

دا ددې هوایې بالون هسی هوائې ډزی دي. چی غواړی د یو څه وخت لپاره د خلکو ذهنونه په اوتو بوتو مغشوش کړی. اول خو د افغانستان تجزیه هیڅ امکان نلری که تجزیه شی نو پړه یې بیرته پر همدغو غلامانو ده چی امریکا یې دلته را دعوت کړه او افغانستان په تجزیه کړ. د اچی مونږ وایو د افغانستان تجزیه امکان نلری په څو دلایلو. اول که افغانستان داسې تجزیه شی چی نیم پاکستان، نیم ایران او نیم تاجیکستان کبیر یا ازبکستان کبیر سره شی نو په دې کښې خو دامریکایانو سراسر تاوان دي. که داسې تجزیه شی چی… نور لوستل »

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

خرم لكه چي دير دودي خورلي دي او اوس اكسيجن ته ضرورت لري بي زاي خبري كوي ددغه خبرو هدف هم اوسني حالاتو كي سه معني نه لري

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

دا غټ سرى اوس پوه شو؟ امريکا له 1993 راپدېخوا سيمې ته د بدلون او تجزيې پلان درلود چې دا پلان پې په پخوانيو غلامانو لکه د شمال ټلوالې، اسلامى حزب، پاکستان او ايران باندې تر اوسه کامياب کړى او لا هم پوره سيمې ته د ادلون بدلون پلان لري. پښتانه غټ سري دې دباندې هېوادو ته تښتي او د افغانستان د دغسې مسايلو د مخنيوي لپاره دې هېڅ قربانۍ ته نه چمتو کېږي ځکه چې بيا ډالر، ايرو او نوره ګټه يې له لاسه ووځي. تر هرڅه ورته مهم د دوى تربور ګلوي يانې ډلبازۍ بيا نه چلېږي ځکه… نور لوستل »