افغانستان

اروپايي ټولنه: د سولې لپاره سمبولیکې نه؛ رښتينې هڅې پکار دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): اروپايي ټولنه وايي، د سولې لپاره رښتینو هڅو ته اړتیا ده، باید له سمبولیکو کارونو تېر شو.

د دې ټولنې له لوري په کابل کې «د سولې غږ» پرواګرم اړوند ناسته کې، ګډونوالو د سولې اړوند خپل نظرونه واورول.

د اروپايي ټولنې استازي پیر مایودن وویل، چې د سولې لپاره په ذهنیت جوړولو کې ښوونځي او رسنۍ مهم رول لري، چې باید پام ورته وشي.

هغه وویل د سولې لپاره اساسي کارونو ته اړتیاده، نوموړي ته د سولې په نامه د ځینو بنسټونو هڅې سمبولیکې ښکارېدلې.

د سولې شورا مرستیالې حبیبې سرابي بیا د سولې په برخه کې د ښځو د ونډې زیاتولو ژمنه وکړه او دعوه يې وکړه چې مېرمنې په دې برخه کې ډېر کار کولی شي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې د مسجدونو له منبرونو د سولې په هڅو کې کار واخلي.

کابل کې دا ناسته د سولې په پلمه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې یوازې حکومتي اړخ يې ګډونوال او د درېیم ګړي یا هم مقابل لوري ګډون پکې نه و.

ځينې شنونکي دا ډول هڅې د پروژو په ډول پېژني او ټينګار کوي چې د سولې لپاره د رښتينو هڅو په خاطر باید یو درېیم ګړی اړخ مداخله وکړي.

دوی د حکومت له لوري د سولې شورا په نوم بنسټ د سولې د خبرو لپاره یوازې یو ادرس بولي، نه د سولې د راوستلو هیله.

اروپايي ټولنه په داسې حال د سولې د هڅو لپاره د اساسي کار هیله کوي، چې افغان چارواکو د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی کړی او دا يې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره لویه تکیه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x