پښتنو شاعرانو ته ډالۍ‎/ عمري

محمد علي عمري

خـــــواره نه یې ملت یار لرې پښتو
ملغلــــــــــــرې یې اشعار لرې پښتو

غضري تر خپل وجود هم در نژدې دی
جيلانــــــــــي اوهم بختيار لرې پښتو

په بسمل او په الهام کې دومره وايم
دوه ياران دواړه دکار لرې پښتو

بارکوال او هنرمل د ږوب پر ځمکه
په اخلاص هزار هزار لرې پښتو

په عبدالمنان هنر کې خو شک نشته
هم مين هم غریب یار لرې پښتو

مقتصد ستړی خو ستړی ستا د پاره
هم محمدحيدر وقار لرې پښتو

د سعید زابلي مه کوه پوښتنه
د غزلو يو شاهکار لرې پښتو

حوصله یې ده د غره هومره اوچته
په چمن کې معزور يار لرې پښتو

دعادل اڅکزي نوم دریادومه
ځلبلاند هم پښتون يار لرې پښتو

ستا پر ځمکه خو وږمې د ريحان ګرځي
دروند له برمه يو کوهسار لرې پښتو

نوشابې درته ټول عمر وقف کړی
هم پتمنه پښتو نجار لرې پښتو

د زرلښتې وخدمت ته دې سلام وي
د حيا عجب کردار لرې پښتو

د سلام اڅکزي نوم به دې په یاد وي
هم مشکور د غاړې هار لرې پښتو

مسلمان ناول تر نوم یې صدقه شه
د ناوک ستر ابتکار لرې پښتو

د کاروان او د درويش په بدرګه کښي
غزېدلی اوږد مهار لرې پښتو

عمري دغه يو څو درته یاد کړي
هم ايوب هم بېکسيار لرې پښتو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د