نړۍ

امريکا: پاکستان دې ژر تر ژره شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وليم جې برنس پاکستاني چارواکيو ته ويلي، چې شمالي وزيرستان کې د دې د طالبانو پر خلاف ژر تر ژره پوځي عمليات وکړي.
سرچينې وايي، چې وليم جې د پاکستان د لومړي وزير ميانواز شريف د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، د پاکستاني پوځي سرلښکر جنرال راحيل شريف او نورو پوځي او ملکي چارواکيو سره د ليدو پر مهال ټينګار وکړ، چې پاکستان دې شمالي وزيرستان کې د طالبانو پټ ځايونه بمبارد کړي او د طالبانو پر خلاف دې قوي پويځ عمليات وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې څرګنده کړي، چې د وليم جې برنس د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير په توګه پاکستان ته دا لومړی سفر دی.
ښاغلی وليم د پاکستان لومړي وزير او نورو چارواکو سره خبرو اترو پر مهال د پاکستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان پر سياسي او پوځي حالاتو هم خبرې اترې وکړې.
وليم له پاکستاني چارواکيو غوښتي، د پاکستان په قبايلي سيمو شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر خلاف پوځي عمليات پیل کړي او دا عمليات بايد افغانستان کې د واک د ليږد څخه مخکې تر سره شي.

امريکا د پوځي عملياتو غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو اترو لړۍ روانه ده.
وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف ويلي و، چې دوی غواړي نور پاکستان کې د دوینو لارې بندې کړي او پاکستانی طالبانو سره مذاکرات وکړي.
نواز شريف دا هم ويلي و، چې څوک دمذاکراتو مخالفت او د جګړې پلوي کوي، هغه د پاکستان دوست نه دی.
د امريکا د بهرنیو چارو د مرستيال وزير د غوښتنې په اړه تر اوسه پاکستان خپل غبرګون نه دی  ښودلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x