fbpx

نهه ۴۹ څلوېښتمه آنلاین في البدیهه مشاعره

ترتیب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فېس بوک پر دېوال تر سره شوه غورچاڼ یې په لاندې ترتیب کتلئ شئ.
د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي وفادار (خروټی) صاحب د شعر په مطلع پیلوو خپل بیتونه مو په همدې قافیه او ردیف راپیل کړئ.

در ټول يې کړه لمن کې شهادته قېمتي دي
لوېدلي د ســـرو زرو له آمېله دا غمي دي
ـــــــــــــــــــــــــ
د خپل وطن په ننګ او په غیرت باندې قربان دي
ځوانان زمونږ د خاورې اتلان دي ننګیالي دي
تڼیوال مفتون

سلګو یمه نیولی غرېو نیولی ورته ګورم
زخمونه مې جوړ شوي د شهيد یار په تندي دي
غزالي

بس غم یې د زغم نه دی بیا به را نشي دنیا ته
د تور لحد مېلمه ګلاب ګلاب رنګه زلمي دي
حاکمي اشنا

مغروره دلته مه راځه غرور به دې نسکور شي
دا ستا پشان مغرور مو پدې خاوروکې خوندي دي
طلا محمد محمدي

ته چېرته یې زمونږ د ازادۍ ناوې ښکاره شه
په تا پسي راوتي د وطن ټول شازلمي دي
هاشم سادات

د حق د توری پړق چې پر جهان باندې ځلیږي
نړۍ ته نن خطر تنکي ځوانان استشهادي دي
عصمت الله بشام

شاعره چې تل ستایې ننګیالي مجاهدین
ډېر خوښ مې یاره ستا د غزل توري حمّاسي دي
عرفاني

تړون د نوي ژوند دی بيا د حورو سره ګوره!
راټول چې په جګړه کې د چنار په شان سړي دي
شفاعت ریحان

خونخوار جهانه واوره په اسانه به خلاص نشې
کمین کي درته ناست لاس په ماشه ګل ګل زلمي دي
عبدالباقي مهاجر

څو پېغلې نازولې بیا د سولې په تکل ځي
ګودر ته دي روانې او په څنګ کې يې منګي دي
انیس شینواری

بس څه وکړو پر دین او پر وطن مو یرغل شوی
پېرزو مو کله دا نازک ګلونه پر مرګي دي
مظلوم کوچی

آزرہ اور دې مړ دی سوځولی نور څوک نشي
لوېدلي ستا په اور کې د خلیل په شان زلمي دي
حمزه حسیني

حیران به ورته ته شې مسکین یاره زړه سمبال کړه
روان د تورو غرو په لوري څه ښایسته، زلمي دي
الحاج مسکین یار عظیمي

دا څو تنه زلمي چې په سنګر کې نهر ګرځي
همدا د دغې خاورې او وطن اصلي بچي دي
تسل منیب

برجونه به د سپيني ماڼۍ يو ورځ نړوې بيا
روزلي ورته ښکلي فدايان ګران حقاني دي
وفادار خروټی

واه څه په خرپ سینګار ده د میوند ملاله پیغله
په تور اوربل کې ایښي بیا ګلان استشهادي دي
غریب کوچی

بیګا د حورو کلي ته پوره لښکر روان شو
د نورو ولسونو هم وو ډیر یی خوګیاڼي دي
مدثر همراز

په کومه لار چې زه ځمه دیدن ته زما جانانه
هغه لاره ګل نه لري راشنه پکې ازغي دي
فتحان حنفي

اوبه به شي جانانه ستا د سوي یاد په اوښکو
مودونه تږي شوي مې په زیزمو کې نیالي دي
عزیزالله حسیني

چې درومي سرو اورو ته د نمرود په ډېره مېنه
دا واړه فدایان مو په ملت ابراهيمي دي
ابراهیم حنفي زرمتی

روزلي ټول عمر یو اتلان د دې جهان یو
لښکرې منصوري هم حقانی او هبتي دي
ښایسته کندهار

ولاړ دي هر خطر ته سر ښيندونکي فدایان
قربان یې له میړانې باتوران دي جنتي دي
زبیر

نن بیا د جمعې شپه ده ناګهانه مې پوسټ ولید
خوشحال شوم راټول کړي شاعران بیا عرفاني دي
د طالبانو کاکا

د جنګ ډګر ته درومي په خندا او په مستۍ
جانانه ستا خویونه په رښتیا چې د زمري دي
نصیر جرار

مئین چې په رخسار شي د دی مينې محبت کې
د حورو مینځ کې ګوره دا ضرور نو جنتي دي
قاسم افغان

يو زه نه يم چي هروخت يې په يادکې غزل ليکم
(وقاده) عرفاني ورته ويلي شاه زلمي دي
وقاد بدري

لغړه لغړی وې لغړی اوسې رازقه
خبیثه په یقین چې ستا خویونه لغړي دي
د کاڼې کرښې

ساته يې پاکه ربه د دښمن له هره شره
ولاړ پر پاک اسلام دي ستا د مينې لاروي دي
ابوالامدام علاؤدین راشد

نرګس مو شھید ښکاري ھم ګلاب زخمي زخمي دی
مرګي رانه جدا کړل امیران مو ګلالي دي
اتل طالب حقمل

د خدای د دین عسکر دي او ساتونکي د قرآن دي
خالد ترې صدقه شمه قربان دا میړني دي
احمدغني خالد

ستا مینې نه عاجز دي مئینان د ګودرونو
خوشبو مو د سرو وینو پارولي ډېر زلمي دي
ثاقب ملنګ

شاهد وو ننګرهار د یوې ځښته ښائسته پیښې
وژلي نفوذي، غازي عسکر امریکایي دي
ابو سهیل

طالبه ستا غیرت ته نن نړۍ ګوته په غاښ ده
خو ګوره مغرور نشې نصرتـونه الهي دي
عمر عمري

خزان به کړي په منډه له ښایسته ښکلي ګلشن نه
په جوش باندې راغلي زمونږ د کلي پسرلي دي
عمر خالد

تل مینه کې ځاریږي د خپل رب د لقاء تږي
ښایسته لکه غاټول دا فدایان تنکي زلمي دي
نقیب سحر

خاونده ته پرې خپل د رحمتونو باران وکړه
ګلونه مو په زمکه لکه وچه کې للمي دي
خادم افغان

سپېڅلی شهادت دې د الله در کې قبول شه
در وړي مې مزار ته د سرو زرو سپېلني دي
جنتي ملنګ

ساتي به دې د سرو وینو په بیعه ګران وطنه
روزلي دې په غېږه کې د ننګ نه ډک زلمي دي
محي الدین

الله ته يې قبول كړې شهادت پخپل دربار كې
دا ستا د دين لپاره قرباني شهيد زلمي دي
الله نظر رحماني

په سترګو د اغیارو کښ اغزي دي څوکسان
په شمار د ګوتو او ګوره همدرده څوسړي دي
همدرد ځدراڼ

غلامې ادارې ته به نن بیا يو لوی پيغور شي
زاهد جان مردار کړي چې نن شپاړس آمریکايي دي
عبدالحق فدا

چې هر ظالم اغیار یې پر دا سرسر ټکوی تل
دا واړه زندایان د خدای د لارې لاره وي دي
الفت جان

لحده ډېر په مینه محبت ورته ګلزار شه
ستا غېږ ته درغلي په سینه زخمي زخمي دي
جواد مل

له تورو تورو څڼو دې قربان شم طالب جانه
خپل کړي دې په مینه کې بلا بلا زړګي دي
ملنګ یار نیازی

ځوانان مو کړي ننګونه قربانيږي له پاک دينه
بچي د ايوب خان او د محمود غزنوي دي
عادل افغان

قربان ستا له میړانې نفوذي عسکره یاره
له ټک ټک نه دې ځار شم دا ټکونه اټمي دي
شجاع لوګری

ارمان د دې مظلوم ولس پوره کړې پاکه ربه
پروا يې له چا نشته ارادې يې فولادي دي
احسان الله انصار

ضایع شو د غوټیو پیغلتوب څه خاموشي کې
بې کیفه انقلاب دی څه بې کیفه پسرلي دي
وصال رضا

پدې غازي، غازي ګلانو ټول وطن ګلزار دی
الله ته یې ناصر شې حقیقت کې دا زمري دي
ثناءالله اومیدي

له کوره مسافر دي په جېلونو کې پراته دي
اوسیږي زندانو کې څه ښایسته ښایسته زلمي دي
منور

چې تل ورپسې ګرزي شهادت له خدایه غواړي
بیا تللي سنكرو ته ګوره هغه شازلمي دي
حبیب الله سیال

راخلاص یې کړه په خپل رحم او فضل باندې خدایه
پراته دي په پنجرو کې شازلمیان مو زنداني دي
محمد نبي محمدي

سپېڅلی شهادت دي خدای قبول کړه (مینه داره)
کافره سر دې خلاص کړه دا بچي د افغاني دي
معصوم زابلی

ستا شنه غېږ کې سپرليه مونږ به شنه خوبونه وکړو
زمونـږ ټول هېوادوال ستا د راتللو ارماني دي
عرفان بدري

بدل ندي هغه رنګه یې سره سره دي مخونه
دا نن چي دي راغلي دا شین سترګي پروني دي
م امین زرګر

راوړي به ازادي درته نور زما مظلوم ملته
لېږلي مو تشکیل ته اوس لښکرې لیزري دي
ابرار

د حسن تماشه یې په دنیا کې دې سیال نشته
دا سپین او تور پټکي طالبان ستوري جهادي دي
حقمل نیازمند

چې رب ته ورنېږدې شي شهادت یې په نصیب شي
نن ځکه سر ګردان د خوږې مینې لېوني دي
حیدري مهاجر

د سر په بیه درومي د دښمن مقابلې ته
د ظلم او وحشت د ختمولو قرباني دي
فهیم الله حسیني

اُف ماته خو د سخت شوخ بیت الهام وشو يارانو
دا څنګه کړمه؟ نور خو دلته ټول تصوفي دي
محمد نعیم صبرناک

د ژوند په بيه مرګ اخلي توبه خدايه توبه
زمونږه افغانان تر اوسه دومره ليوني دي
عبدالمالک ستانیزی

د مینې په ازمون کې یې میډال له ډیرو وړی
لمعان یې ایمان ګورہ زمونږ د ب رکلي زلمي دي
لمعان شنکی

نن بیا مشاعره ده شاعران سره راټول دي
لیکلي بیا بيتونه دې ملګرو عرفاني دي
اسحاق جان

چـې تل باندې اباد وي سنګرونه جهادي
جنت حورې، غلمان په انتظار ددې سړي دې
سپېڅلی طالب

په دشته د لیلی چې رژیدلي کوم ګلان دي
راټول یې په لمنه مشالونه نوراني دي
بهار نصرت

د پاکې مینې عشق کې لولپه شول نزرانه شول
واللہ چې په سپېڅلي دین مین دي شازلمي دي
عطا حقاني

د تورو، تورو شپو خلاف یې کړی لوی پاڅون دی
ښکلا به مونږ ته راوړي دا یاران د پسرلي دي
جان اسد ملنګ

همدا ایماني زور دی چې قربان شي له قرآنه
په سرو لمبو ورګډ شي د پتنګ رنګه زلمي دي
جواد افغان

د ټرمپ بچي به وړي ماتې ککرې له دې ښاره
سر تيري ورغوټه پرې له هرخوا د حقاني دي
الیاس فاتح

زه سم یې عملي یمه نصوار راته هیڅ ښکاري
آن لاین مشاعره کې څه ویلي عرفاني دي
هجرت احمدزی

د ستړي ژوند ارمان یې شو پورہ د شازلمیو
غبېل،غبېل سینې وړي، د بارودو اور ستي دي
انس افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د