
ماشوم د ډوډۍ پر دستر خان باندي
ژباړه: محمد نبي (الدين)
پر يوه دسترخوان سره را ټولېدل، کورنۍ اړيکي پياوړي کيږي او د ارزښتونو او نېک سلوک د را ټوکولو فرصت هم دی،
۱ ماشوم ته مسنوني طريقې ور يادي کړه:
زويه! بسم الله ووايه، په راسته لاس خوراک کوه او د خپلي خوا څخه خورلک کوه!
په آخر کي د الله -عز وجل-حمد (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِيْ أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِيْنَ) ووايه!
۲ ټولنيز ارزښتونه ور وښايه!
مثلا: مشر ته انتظار کول (پلار، مور، نيکه …).
۳ صابر اوسه، ډېر انتقاد مه کوه، په نرمۍ سره ماشوم متوجه کوه!
داسي مه وايه: په چپه لاس خوراک مه کوه!!!!!
داسي و وايه: مهرباني وکړه په راسته لاس خوراک وکړه (يا نور داسي نرم کلمات).
۴ ځيني کړني يې وزغمه!
لکه پر ځمکه يا د دسترخوان د باندي ډوډۍ رژول.
ځکه دی لا د زده کړي او مهارتونو د ترلاسه کولو په دوره کي دی.
۵ که ماشوم د بيا-بيا متوجه کولو سره-سره، قصدا يو سلبي عمل تکراراوه؛ نو کاسه ورڅخه واخله او د دسترخوان څخه د ولاړېدو ورته و وايه!
۶ پر دې ډېر ترکيز وکړه، چي مثبت سلوکيات ور زده کړې، لکه په راسته لاس خوراک، نظافت مراعتول، بسم الله او د الله شکر ويل.
۷ د دسترخوان پر وخت بايد د نورو توکو استعمال ممنوع وي، لکه: موبايل، تلوېزون او داسي نور.