
د پرهر غېږ / الیاس فاتح
الیاس فاتح

ستا تصوير مې د نظر غېږه کې پروت دی
د ستا غم مې د ځيګر غېږه کې پروت دی
زړه مې ځکه د جذبو په اور سوځيږي
چې غماز مې د دلبر غېږه کې پروت دی
مړاوی ګل په ګرد وهلي اور بل ښکاري
که شهيد دی د سنګر غېږه کې پروت دی
شهادت باندې ګواه د جېنکو دی
مات منګی چې د ګودر غېږه کې پروت دی
دا چشمان د ژړيدلي طالب جان دي
که افق دی د سهر غېږه کې پروت دی
د جنت د مستې غېږې له خاطره
ټول ژوندون مې د خطر غېږه کې پروت دی
دا مې زړه کې د شهيد ملګري ياد دی
که نه درد دی د پرهر غېږه کې پروت دی
د يو سپين ارمان او سپين بيرغ په هيله
سپين طالب مې د سپين غر غېږه کې پروت دی
دې ترخه تور ماښامي ته به زوال شي
خوږ پېغام د مازديګر غېږه کې پروت دی
فاتح برق بويه د عصر تورو زړو ته
چې د شعر او هنر غېږه کې پروت دی