افغانستانخبرونه

کندز: د طالبانو په شپنيو عملياتو کې، پنځه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): چارواکي وايي، د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو په دوو امنيتي پوستو بريدونه کړي او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه بریدونه دیادې ولسوالۍ اړوند د جوی بيګم سيمه کې ترسره شوي دي.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي د پنځو پوليسو وژل کېدل او پنځو نورو ټپي کيدل تايد کړي دي.

نوموړی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

ځينو سرچينو د ځايي خلکو له خولې ليکلي، په دغو بريدونو کې له پنځلسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د شپې ناوخته يې د جوی بيګم په سيمه کې د پوليسو په دوو پوستو شپني عمليات کړي، په ترڅ کې يې د قومندان ذبيح په ګډون نهه تنه اربکيان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.

د مجاهد په وينا، په بريدونو کې له ليزري وسلو څخه کار اخيستل شوی، زياتوي چې طالبانو سيمې ته له ورغلې کومکي قوې سره هم نښته کړې او تلفات يې ور اړولي دي.

په دې وروستيو کې طالبانو د ليزرې وسلو بريدونه ډیر کړي چې تر ډېره پکې د شپې له تورتم څخه استفاده کېږي او په اسانۍ سره د دغې وسلو او شپې دوربينونو په مټ کولی شي خپل هدف په نښه او پوستې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې له ليزري وسلو څخه په استفادې يوه پوسته نيولې وه او پنځه پوليس پکې وژل شوي و.

د کندز امنيه قومندان پاسوال عبدالحميد حميدي، د دشت ارچي په محب الله کلي کې د طالبانو په بريد کې د پنځو پوليسو وژل کېدل تاييد کړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x