fbpx

سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د دریو تنو له ډلې سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی وټاکل شو.

د اجراییه ریاست مطبوعاتي سلاکار فریدون خ,ځون وايي، د اول الرحمن ردوال، سید حفیظ الله هاشمي او عبدالقادر ځاځي له ډلې هاشمي ولسمشر او اجراییه رییس ته وړ وبرېښده.

هغه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د پروسې د شفافیت یادونه هم وکړه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړيتوب لپاره د نږدې ۶۰ کسانو له ډلې ۱۷ تنو نمرې ورکړل شوې، چې نهه تنه ترې وټاکل شول.

د نهو تنو له جملې نه له لیکنۍ او ګړنۍ ازموينې وروسته پورته یاد درې تنه بریالي اعلان شول.

سید حفیظ الله هاشمي د سید عبدالحق زوی، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې تر دې وړاندې د مشرانو جرګې د دارالانشاء رییس هم پاتې شوی دی.

ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په چنګاښ میاشت کې پارلماني، د ولایتي او ولسواليو شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

مبارک موشه لغماني خو میدان وګاټه