افغانستان

ولسي جرګه: د حکومت ناسم سیاست له اقتصادي رکود سره مخ کړي يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې ځینې غړي پر اوسني حکومت نیوکه کوي، چې د کورنیو تولیداتو پر ځای پر وارداتو تکیه کوي او افغانستان هر کال سلګونه میلیونه ډالر بې ځایه لګوي.

د دې جرګې ځینو غړیو په نننۍ ناسته کې د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید د ډېرو سرچینو سربېره له ګاونډیو هېوادونو برېښنا واردوي او هر کال میلیونونه ډالر یادو هېوادونو ته د برېښنا د لګښت پیسې ورکوي.

د دوی په خبره، په حکومت کې د عُقدې، تعصب، تبعیض او اداري فساد له امله په لویو پروژو پانګونه نه کېږي او ډېره تکیه پر وارداتي توکو کېږي.

د ولسي جرګې غړي محمد علي اخلاقي نننۍ ناستې ته وویل، که په هېواد کې د وادراتي برېښنا پر ځای کورنیو سرچینو ته پاملرنه وشي؛ نو ۱۵کاله وروسته به افغانستان په کافي اندازه برېښنا ولري، چې د ډېرو هېوادوالو ستونزې به هوارې کړي.

د اخلاقي په خبره، د برېښنا د څو پیل شویو برېښناکوټونو پرانیسته هم د ناسم مدیریت له امله ورو روانه ده او سمه پاملرنه ورته نه کېږي.

د ولسي جرګې بل غړي اسدالله سعادتي بیا د ملي یووالي حکومت په «چور او چپاول» تورن کړ، چې د ملي بودیجې څخه بې ځایه لګښتونه کوي.

د سعادتي په خبره، د ارګ او اجراییه ریاست د کارکوونکي شمېر۱۴ زره نفرو ته رسېږي، چې دومره کارکوونکي آن د چین او هندوستان حکومتونه هم نه لري، چې نفوس یې درې میلیارده وګړو ته رسېږي.

ده وویل، د ملي یووالي حکومت په کلنۍ بودیجه کې ناانډولي کړې او د دایکندي ولایت ته یې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي کړې، چې د حکومت ټوله کلنۍ بودیجه ۲۸ میلیارده افغانۍ ده.

په نننۍ ناسته کې د دې جرګې زیاتو غړیو ویل، چې ارګ او سپدار ماڼۍ په اداري فساد کې لاس لري او هغو پروژو ته جواز نه ورکول کېږي، چې د دواړو ماڼیو پوره برخه پکې ونه کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي د ملي یووالي پر حکومت نیوکه داسې مهال کوي، چې د دې جرګې غړیو تېره اوونۍ له حکومت غوښتي وو، چې معاشونه او امتیازات دې ورته ډېر کړل شي او پر اوسنیو معاشونو یې ګوزاره نه کېږي.

یاده دې وي، دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا د مچلغو برېښنا کوټ د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې چارې به یې راتلونکی کال پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x