افغانستان

نويو امریکايي عسکرو ته د دفاع وزارت خوښي؛ د طالبانو ګواښ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي چارواکو تازه افغانستان ته د ۷۰۰ تنو ځانګړو ځواکونو د رالېږلو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د مرکزي دفتر ویاند ويلي، دا ډله به له افغان عسکرو سره د جګړې په کرښو کې د هغوی روزلو ته دوام ورکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د دې امریکايي عسکرو راتګ ته خوښي ښيي او زیاتوي چې په دې سره به د افغان عسکرو تلفات کم شي.

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي، چې د امریکا له لوري د افغان عسکرو روزنه ښې اغېزې لري او په وينا يې امریکا ورسره تل مرسته کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت او پوځي چارواکو افغانستان ته د دې عسکرو رالېږل د ټرمپ د نوې ستراتېژي برخه بولي.

طالبانو بیا دا امریکا له لوري پرلپسې دا ډول اعلانونه «مورال بایللو» عسکرو ته د «روحيې» ورکول بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، امریکا چې په لسګونو زرو تنو روانه جګړه ونه ګټله، په څو سوه نورو يې نشي ګټلی.

هغه پر دې سربېره ګواښ کړی، چې د دوی نفوذي ملګري له بهرنیانو سره د مخامخ کېدو بې صبرانه انتظار کوي.

«زموږ سلګونه نفوذي مجاهدین د هغې شیبې لپاره په بې صبرۍ سره انتظار کوي چې له امریکایي عسکرو سره مخ شي او د خپلو ټوپکو ججوري په کې تش کړي.»

مجاهد د امریکا پر ولسمشر غږ کړی، چې په وینا يې دلته له خپل شپاړلس کلن شکست سره سره باید خپل بخت نور ونه ازمويي.

په ورته وخت کې ولسي جرګې د امریکا د نویو عسکرو رالېږل د جګړې د اوږدېدو په مانا بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x