افغانستان

د باميانو پوهنتون محصلين د ليليې او نورو اسانتياوو له نشتوالي سرټکوي

د باميانو پوهنتون محصلين د ليليې، د کوټې د کرا، دمطالعې لپاره د وړ چاپيريال د نشتوالي او نورو ستونزو څخه سر ټکوي.
د باميانو د پوهنتون ريس علي ياور سيرت وايي، چې د باميانو پوهنتنو کې ۵۵۰۰ محصلين درس وايي او دوی يوازې د نجونو يو استوګنځای لري، چې يوازې ۱۵۰ نجونې پکې اوسيدای شي.
ښاغلی سيرت زياتوي، چې ډېری محصلين په زړو دوکانونو او داسې ځايونو کې شپې ورځې تېروي، چې د ژوند کولو لپاره هيڅ مناسب نه دي.
دغه محصلين اوبه، بريښنا او د مطالعې لپاره هیڅ مناسب چاپيريال نه لري.
ښاغلی ياور وايي، چې د بودجې د نشتوالي له امله د پوهنتون استادان او محلصين د ژوند کولو او درس لوستو ستونزو سره لاس و ګريوان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x