افغانستان

مشرانو جرګه: د امریکايي ځواکونو راتګ؛ د سولې هيلې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې د امنیتي کمیسیون غړي وايي، د نويو امریکايي ځواکونو راتګ په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو مانا لري او د سولې هیلې له منځه وړي.

د امریکايي چارواکو له لوري د نويو امریکايي ځواکونو د رالېږلو له اعلان وروسته دفاع وزارت د تېر په څېر د امریکا د دې ګام ستاینه هم کړې او دعوه يې کړې چې د دوی په راتګ به د افغان ځواکونو تلفات کم شي.

امريکايي چارواکي وايي د افغان ځواکونو، د روزلو، تمویلولو او مشورې لپاره ۷۰۰ ځانګړي ځواکونه افغانستان ته لېږي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی وايي د نورو امریکايي ځواکونو راتګ د جګړې د اوږدولو مانا لري.

الکوزي له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل، د نورو ځواکونو رالېږل د جګړې مانا لري، په داسې حال کې چې موږ د سولې د پروسې د پیلولو هڅې کوو، چې باید د سولې لپاره خبرې اترې وشي.

الکوزی وايي، د دې پر ځای چې دلته امریکايي ځواکونه ډېر شي، ښه به دا وي چې امریکا د افغان ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه ته دلته د افغان ځواکونو د روزلو پلمه هم مناسبه نه ښکاري، په وینا يې که امریکا دلته د روزنکو د را لېږلو پر ځای امریکا کې افغان عسکرو ته روزنه ورکړي لا به اغېزمنه ثابته شي.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د امریکا له لوري د دې ځواکونو د رالېږلو هرکلی کړی دی؛ خو طالبانو بیا ګوتڅنډنه کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې د نورو څرګندونو تر څنګ پر امریکايي چارواکو غږ کړی «زموږ سلګونه نفوذي مجاهدین د هغې شیبې لپاره په بې صبرۍ سره انتظار کوي چې له امریکایي عسکرو سره مخ شي او د خپلو ټوپکو ججوري په کې تش کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x