دوکتور احمد موفق زیدان- د الجزيرې شبکې نوميالی ژورنالېست، چې نږدې درې لسيزې يې د افغانستان وضعيت له نږدې څارلی.

طالبان څنګه بريالي شول او القاعده څنګه ماته شوه؟ لومړۍ برخه

دکتور احمد موفق زیدان
د الجزيرې شبکې نوميالی ژورنالېست، چې نږدې درې لسيزې يې د افغانستان وضعيت له نږدې څارلی

پورته پوښتنه د يوې علمي څېړنې او د موضوع ژورتابه ته د کوزېدو په دود د يوې علمي او عملي فرضيې په ډول مطرح کوم. دا علمي او عملي فرضيه به د وينو او قربانيو له يادولو سربېره خامخا څه خوله او ستړيا وغواړي. د دې لپاره څوک په دې کې اختلاف ونه کړي، چې طالبان لا په خپلې تجربې کې نه دي بريالي شوي؛ موږ وايو، چې د طالبانو د پاڅون په لومړيو کې دوی وتوانېدل، چې افغانستان کې د داخلي شخړو او جګړو لمن ورټوله کړي او ۱۹۹۶ کې واک ترلاسه کړي، څلورو دولتونو په رسميت وپېژندل او ګڼو نورو  سترو او وړو دولتونو يې په اړه بې پرې دريځ نيولی و، تر دې چې په ۲۰۰۱م کال کې د سپټمبر د يوولسمې پېښه وشوه او دوی خپلې ټولې لاسته راوړنه وبایللې.

دا چې ما د افغان جګړې ډېری پېښې رسنيزې کړي او په سيمه کې درې لسيزې پاتې شوی يم، بيا مې په سوريې، يمن او نورو هېوادونو کې کار کړی او سربېره پر دې له تجربه‌کارو عملي او نظري مشرانو سره مې ناستې پاستې کړي، نو شونې ده چې د جريانونو يو انځور وړاندې کړای شم او هغه ورانی په ګوته کړم چې ټول په کې ښکېل شول. زما په باور ستونزه په علمي او نظري دواړو اړخونو کې وه. موږ به په لومړۍ برخه کې د دې ستونزو په علمي نظري جانب خبره وکړو او په دوهمه برخه کې به د ستونزو پر عملي جانب بحث وکړو.

د اويايمو کلونو په وروستيو کې په افغانه ټولنه کې د شوروي اتحاد پر ضد د مقاومت ريښې ډېرې قوي او غښتلې وې، دغه مقاومت پر دې ټولنه تپل شوی نه و، بلکې دا د ريښو قوت د نظامي مدرسې د هڅو نتيجه وه، چې د عباسي خلافت پر مهال نظام الملک جوړه کړې وه، د افغانستان مدرسې په همدې منهج او فکر روانې وې(اوس هم په افغانستان، هند او پاکستان کې ديني مدرسو ته نظامي مدرسې ويل کېږي). د دې مدرسې لارويانو پر همدې علمي او عملي بڼه د برتانويانو پر ضد هم پاڅون کړی دی؛ ځکه ويلای شو، چې په افغان ټولنه کې د مقاومت دغه طريقه نوې نه ده. د نظامي منهج مدرسو په پاکستان کې هم پوځي او ملکي چارواکو ته څو لسيزې کامياب مشروعيت ورکړی. له همدې امله موږ له ۱۹۷۷-۱۹۸۸ د پخواني پوځي ولسمشر جنرال ضياء الحق د واکمنۍ پر مهال ديني حلقو ته د هغه پاملرنه او توجه ليدلې ده. دغه نظامي مدرسې په پاکستان کې د بريلوي فکري مکتب په پرتله ډېرې بريالۍ دي، دغه بريلوي ډله تر ډېره له سياسته ځان ګوښه ساتي. له همدې امله موږ پوهېږو، چې د افغان جهاد مشران، همدارنګه تر هغوی مخکې او وورسته جهادي خوځښتونه د ديوبندي مدرسې لاریويان دي، نه د بريلوي فکر.

هغه مهال، چې په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې سيد احمد شهيد او شاه اسماعيل شهيد د برتانويانو پر ضد د سلفي فکر د مشرانو په توګه پاڅون وکړ، دوی په خپلو هڅو کې بريالي نه شول او لامل يې همدا و، چې د ټولنې له غېږې لرې وو،  په مقابل کې يې د افغانستان او کشمير د جهاد لاريويان د ولسي ټولنې له منځه راټوکېدلي دي. اوس هم په کشمير کې سلفي فکر لرونکې پوځي ډله «لشکر طیبه» جګړه کوي، خو د ديوبندي فکر لرونکو ډلو په پرتله کمزورې ده او ولسي ريښې نه لري. له همدې امله لشکر طیبه هڅه کوي، چې ولس کې خپلې رېښې وغځوي او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره يې په پاکستان کې بشري او طبي ټولنې جوړې کړي او خلکو ته په کې مرستې رسوي. په عین حال کې هڅه کوي، چې د خپل نفوذ د زياتولو په موخه له ديوبندي فکر لرونکو ډلو سره خپلې سياسي او ټولنيزې اړيکې پراخې کړي. له ولسي ډلو سره د اړيکو او د حکومتي ملاتړ پر مټ لشکر طیبه اوس هڅه کوي، چې خپل شتون او بريا یقيني کړي، خو بيا هم د دغې ډلې لپاره پراخ ولسي ملاتړ او رېښې خپرول له دې امله ستونزمن دي، چې لشکر طیبه د سلفي فکر لرونکې ډله ده او د پاکستاني ټولنې له نبض څخه خلاف ده، چې ديوبندي حنفي فکر لرونکې ده.

په عربي او اسلامۍ نړۍ کې ماتُريديت او اشعريت له عباسي خلافته تر عثماني هغه مهم عقيدوي بنسټونه وو، له همدې امله امام ابن تيميه رحمه الله د سلفيت بيرغ له پورته کولو ډډه وکړه. دی پر هغو مهمو معادلاتو پوهېده، چې د امت په لښکرکشۍ او اجماع کې تمثيل شوې وې. که څوک د صلاح الدين ایوبي رحمه الله ژوند هم وڅېړي، نو پوه به شي، چې دی هم د نظامي مدرسې لاروی و، استادان او د جهاد فکر ورکوونکي يې د نظام الملک د مدرسې لارویان وو، دغو استادانو او مجاهدينو د امت له رويې او فکر سره سم جهادي فکر پر مخ بيولی، نه دا، چې جهاد يوازې څو ګاڼ شوو کسانو کړی دی او بالاخره يې بريا نصیب شوې ده يا پر خپل امت له پورته لوري راغلي وي يا يې ځان پر امت لوړ ګڼلای وي. همدا لامل دی، چې د ټولو اسلامي پېرونو جهادونه د امت په سويه دي، ولسي دي او ټول يې خپل لښکر ګڼلای. بالعکس د اسلامي پېرونو جهادونه د نخبه‌ګانو هغو نه دي، چې له ټولنېزې غېږې جلا وي. همدا اصل دی، چې سوبه يې ملګرې وه، ځکه چې د جهاد ماتې د ټولو ماتې ګڼل کېدله او که جهاد بريالی وي، نو ټول به له برياو ګټه اخلي.

اوس، چې موږ د القاعده فکر ګورو، دوی د امت پر جهاد خپله تنګه او لنډه سياسي لاره غوره بولي او د اوږدې مبارزې پر ځای يې تنګ‌نفَسه مبارزه غوره کړې، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وينا پر بنسټ د ټول امت ملګرتيا ته اړ ده. فرمايي: «تاسې د خپل کمزوري سړي پر مزل سفر وکړئ.» د همدې لنډ تنګ او ولسي ملاتړ څخه لرې فکر له امله القاعده درې برخو ته ووېشل شوه. يوه ډله يې د هیئة تحرير الشام په نوم د ابو محمد الجولاني په مشرۍ جلا شوه او جولاني وروسته د دغې جدايي بيعه هم پرې کړه، چې ايمن الظواهري پر جولاني نيوکې کړي، هغه يې د بيعت په ماتولو تورن کړی. ظواهري پر جولاني دا تورونه په داسې حال کې پورې کړي، چې جولاني د القاعدې يو شمېر هغه قومندانان نيولي وو، چې د جولاني له خبرې يې سرغړاوی کړی و. دوهمه ډله د داعش په نوم له القاعدې جلا شوه. دا ډله د دې لپاره چې له ځانه جوړ خلافت وهمونو کې واوسي، له ټولنيزې غېږې جلا پر داسې سخت‌دريځۍ روانه شوه، چې څومره شونې وه. له څو مياشتو يا نږدې درې کلونو واکمنۍ وروسته يې خپله او تر واکمنۍ لاندې ولسونو پور پرې کړ، چې ميليونونه انسانان ووژل شول، ټپيان شول او کډه شول. د داعش او امت تر منځ واټن به شونې وي د دېکتاتورو واکمنانو له واټنه هم بدترين هغه وي.

د القاعدې بله ډله د ايمن الظواهري په مشرۍ فعاليت کوي، چې تر اوسه يې لا د اوسېدو ځای نامعلوم دی، نو بالاخره دا ډېره ستونزمنه ده، چې دوی د داسې پوځي عملياتو مشري وکړي، چې پر ټول امت يې ومني، سره له دې چې د القاعدې ځينې مشران په هغه تهران کې دي، چې دوی يې پر ضد جګړه کوي. د تهران د اوسېدو موضوع به د «بندي امام» موضوع رابرسېره کړي چې معتبرو مخکينيو او اوسنيو علماء د «بندي امير» امامت باطل ګڼلای. نور بيا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د