افغانستان

سویډني ځواکونه هم له افغانستانه په وتلو شول

نن ټکی آسیا: د سویډن هېواد د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې نن شنبه د دوی ټول عسکر له افغانستان څخه وځي او خپل هېواد ته ستنېږي.

سويډن د هېواد په شمال کې، په ځانګړې توګه په بلخ او جوزجان ولایتونو کې له ۲۰۰۲کال راهیسې کابو ۵۰۰ عسکر دېره کړي ول، چې شاوخوا دوه سوه عسکر یې تېر کال له جوزجان څخه وایستل او ټاکل شوې، چې پاتي ۳۰۰ نور عسکر به نن وباسي.

د سویډن د دفاع وزیرې وویل، چې له جوزجان څخه د خپلو عسکرو له ایستلو وروسته یې هلته خپل پوځي بېس چې د شاوخوا ۳۵ ملیون ډالرو په ارزښت یې ودان کړی، افغان ځواکونو ته سپارلی.

د دوی په خبره، چې سویډن ته په افغانستان کې خپل نظامي شتون د پنځو عسکرو د له لاسه ورکولو او ۱،۳ ملیارد ډالرو په بیه پرېوتی دی.

د سویډن د دفاع وزیرې مېرمن کارین انګستروم په افغانستان کې د خپلو عسکرو له نظامي ماموریت څخه خوښې وښوده او زیاته یې کړه، چې په شمال کې د دوی عسکرو د سولې او امنیت په را وستلو کې مثبت رول لوبولی.

نوموړې وویل، چېرته چې د دوی عسکر مېشت ول، هلته نسبي امنیت او سوله وه. دوی وکولای شوای، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې هم ونډه واخلي.

د سویډن د دفاع وزارت مخکې ویلي ول، چې د دوی شاوخوا دوه سوه عسکر به له ۲۰۱۴ څخه وروسته هم په افغانستان کې پاته وي؛خو د مېرمن انګستروم په تازه څرګندونو کې راغلي، چې د دوی یوازې څو تنه نظامي سلاکاران به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاته شي.

د یادونې وړ ده ، چې د لومړیو کلونو په پرتله په دې وروستیو کې د هېواد له شمال څخه په منځني ډول هره ورځ د خونړیو جګړو، غلچکي بریدونو او چاودنو خبرونه ورکول کېږي، چې ډېری مهال یې هدف بهرني او افغان ځواکونه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x