افغانستان

د هند مرسته شوي غنم کابل ته راورسېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هندوستان د ۱۱۰ زره مټریک ټنه مرسته شویو غنمو  لومړۍ جوپه نن کابل ته راورسېده او کابل د ایران له چاه بهار بندر سره ونښلول شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرسته شویو غنمو څخه ۲۲۰ زره مټریک غنم کابل ته رسېدلي او پاتې غنم د هېواد په نورو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وايي، د ۱۱۰ مټریک ټنه مرسته شویو غنمو څخه ۶۰ زره مټریک ټنه چاه بهار بندر ته رسېدلي او ۲۳ زره مټریک ټنه غنم په نیمروز ولایت کې د لنډ مهال لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د دراني په خبره، دغه غنم به په کابل، کندهار، غزني، ننګرهار، هلمند، هرات او لغمان ولایتونو کې ځای پر ځای شي او په بېړنیو حالتونو کې به نورو سیمو ته ورسول شي.

دوه میاشتې وړاندې هندوستان له افغانستان سره ۱۱۰ زره مټریک ټنو غنمو  مرسته کړې وه، چې د لړم په شلمه نېټه نیمروز ولایت ته راورسېدل.

هندوستان په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغان حکومت سره نږدې دوه میلیارده ډالر مرسته کړې او د سلما بند او د ولسي جرګې د ودانۍ د جوړولو چارې هم هندوستان پای ته ورسولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x