نظــر

د اچین خونړۍ پیښه او د نویو امریکايي سرتیرو پر مورال یې اغیز

شاهد (غزنیوال)

د تیرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د مامندرې اړوند په سنځلۍ سيمه کې دامریکاهوايي ځواکونو د ولسي پاڅون کوونکو پر یوه مرکز هوايي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

خونړي خو مبهمه پیښه

د اچین د خونړۍ پیښې په رامنځته کیدو کې دوه روایته شتون لري:

لومړی روایت د یک ټلویزون خبریال تقی الله تقي د پیښې د عیني شاهدانو له خولې په تصویري بڼه داسې کړی دی:

کوم سړي چې پر امریکایانو برید کړی هغه د مرکز په ټاور ( محافظتي برج ) کې و، کله چې په قرارګاه کې د امریکایانو او نورو پاڅونوالوغونډه خلاصه شوه او امریکایان نور د وتلو په حال کې وو برید کوونکي ورباندې د شا له لوري برید وکړ چې له امله یې دوه امریکایان او یو د هغوی ترجمان ځای پرځای ووژل شول او نور تر ډیرو جګړه روانه وه چې وروسته امریکايي ځواکونو هماغه قرارګاه تر برید لاندې ونیوله ، ۱۳تنه پاڅونوال یې مړه او ۱۷ تنه نور یې ژوبل کړل.

یوه بل عیني شاهد بیا د امریکايي وژل شویو شمیر دری تنه یاد کړ او د ژوبل شویو د شمیر معلومات ورته ځکه نه وه چې د ده په خبره دغسي صحنو ته عادي افراد څه چې دولتي کسان هم د ورتلو اجازه نه لري.

دوهم روایت د طالبانو د ویاند دی چې رسنیو ته یې د یوې اعلامیې په ترڅ کې لیږلی په هغه کې ویل شوی چې د سیمې په پاڅونوالو کې د دوی (۲) نفوذي کسانو پر امریکایي ځواکونو ډزې کړي چې له امله ۱۶ امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پیښې په اړه د امریکايي او دولتي ځواکونو چوپتیا

سره له دې چې د پاڅونوالو لخوا پر امریکايي پوځیانو برید د خپل نوعیت له مخې لومړۍ خو نړي پیښه ده چې د عیني شاهدانو په خبره ورکې له دواړو لوریو څخه خواو شا ۳۰ تنه مړه او ژوبل شوي مګر امریکايي چارواکو د هغې د تفصیلاتو په اړه چوپتیا غوره کړې ، په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند ټام ګریس بیک یواځې دومره ویلي چې په اچین ولسوالۍ کې له افغان همکارانو سره د ګډو همکاریو پر مهال یوه پېښه رامنځ ته شوې بس.

د ټام ګریس بیک په خبره په رامنځ ته شوې پېښه کې د امریکایي ځواکونو کوم سرتېری وژل شوی نه دی، خو یو سرتېری یې ټپي شوی، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دی.

همدا راز د پیښې د کم ارزښته ښودلو په غرض د دفاع وزارت د ویاند په ځای د ننګرهار د والي ویاند رسنیو ته وویل چې د اچين په مامند درې سيمه کې د پاڅون کوونکو او بهرنيو سرتېرو ترمنځ تر لفظي شخړې ورورسته ډزې شوې دي.

د ظاهر قدیر معنی لرونکی سکوت

د اچین په پیښه کې د پام وړ خبره دا ده چې له دومره لويې مرګ ژوبلې سره سره له امریکایانو نیولې تر دفاع وزارت او خپله د پاڅونوالو تر اصلي مشر ظاهر قدیر پوري هیڅ لوری نه غواړي د هغې تفصیلي جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

که په فرض محال سره هیڅ امریکايي سرتیری هم په هغې کې نه وي وژل شوی مګر د امریکایانو په هوايي برید کې خو ۳۰ نفرو پاڅونوالو ته داسې مرګ ژوبله اوښتې چې تلویزوني شبکو د پیښې له ځایه د وژل شویو کسانو د تدفین مراسم په ژوندي بڼه نشر کړل ، مګر د دې باوجود هم حتی د پاڅونوالو مشر ظاهر قدیر هم د پیښې د واقعي جزئیاتو د افشاء کولو جرئت نشي کولی.

له دې څخه ښکاري چې په یادې پیښې کې امریکایانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي چې له یوې خوا یې هغوي متقابلا پرهوايي برید لاس پوري کړی او له بلې خوا یې د هغې د اصلي جزئیاتو پر افشاء کولو نشراتي بندیز لګولی.

ولي نشراتي بندیز؟

د نوي میلادي کال په پیل کې پر امریکايي ځواکونو د پاڅونوالو برید په داسې حال کې تر سره کیږي چې تازه امریکایانو افغانستان ته د ۱۰۰۰ نفرو امریکايي پوځي روزونکو د راتګ اعلان کړی دی.

د یادو امریکايي روزونکو له راتګ سره سم پر امریکايي سرتیرو د اچین د پاڅونوالو خونړی برید په واقعیت کې د امریکایانو لپاره سخت مورال ځپونکی خبر دی چې هیڅ کله امریکايي چارواکي نه غواړي د هغه له جزئیاتو امریکايي سرتیري خبرشي.

پر پاڅونوالو هم بي اعتمادي

پاڅونوال هغه څوک دي چې هم امریکایان او هم ګډ حکومت پر هغوی ډیر حساب کوي ، ځکه دوي وايي چې پاڅونوالو په خپله خوښه د طالبانو خلاف وسله اخیستې او د حکومت ننګه یې کړې، همدا لامل دی چې د پاڅونوالو لخوا د هغوي له جوړولو راهیسي تر اوسه پوري کله هم پر امریکايي ځواکونو برید نه دی شوی.

ځکه د اچین خونړی برید د امریکايي ځواکونو لپاره د خطر هغه لومړنی زنګ دی چې نور د دوی لپاره هغه ځواکونه هم بي باوره شول چې په زیاتو لګښتونو یې د طالبانو خلاف پاڅون ته هڅولي دي.

د خطر زنګ ځکه دی چې طالبان کولای شي د پاڅونوالو په پلمه خپل ډیر کسان د هغوی په لیکو کې تنظیم او بیا يي د اچین د برید ګرو په څیر د جګړې د یوه نوي خطرناک تکتیک په توګه د نویو امریکايي ځواکونو خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x