افغانستان

ارګ د اجراییه ریاست ټاکنه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې د یوه غړي د ټاکلو لپاره ارګ د اجراییه ریاست ټاکنه رد کړه.

نن غرمه مهال اجراییه ریاست اعلان وکړ، چې حفیظ الله هاشمي یې د غوراوي کمېټې لپاره ټاکلی دی؛ خو ارګ یې دغه ټاکنه رد کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني له درېواړو نوماندانو سره مرکې کړي؛ خو تراوسه یې یو کس هم دې کمېټې ته نه دی ورپېژندلی.

په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د ټاکنو کمېسیون د غوراوي کمېټې د غړي د ټاکلو لپاره به پروسه شفافه وي او پر وخت ورته یو تن ورپېژندل شي.

سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی شو

د تېرې جمعې په شپه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې لپاره اول الرحمن ردوال، سید حفیظ الله هاشمي او عبدالقادر ځاځی وطندوست ارګ ته ورپېژندلي وو، چې نن اجراییه ریاست د حفیظ الله هاشمي ټاکل کېدل اعلان کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې ارګ او سپدار ماڼۍ د چارواکو په ټاکلو کې په یوه خوله نه وي او د دوی ترمنځ لانجې رسنیزې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x