MUSLIM-WOMAN

مسلماني خورې

لیکنه: محمد قدوسي

دا یو څو کرښي ستا دلوستلو لپاره ځانګړي کوم په دې دالله تعالی شکر ادا کوه چي ته يي مسلمانه پیدا کړي يې او دهغو ښځینه وو انسانانو غوندي نه يې چي دپرمختللي تمدن په دور کي يي بیاهم په کوګل کي دوحشت تیارې خورې دي او دومره رڼا نشي موندلای چي دهمدغه ترږمیو له اضطراب څخه ځان وباسي.

ته څومره بختوره يې چي په الله تعالی او دهغه په رسول صلی الله علیه وسلم باندي دایمان په ډېوه دزړه منور دی الله تعالی دستا نېکمرغي دټول بشریت په برخه کړي دایو څو کرښي دنصیحت په توګه نه بلکه دیادوني په توګه درته لیکم چي نوره دهم دایمان ډېوه تازه شي .

(۱) دالله تعالی له کتاب سره مینه ساته ځکه چي دهغه مینه زړونوته پسرلی بښي، په کوګل کي رڼا پیداکوي ، غمونه او پرېشانیوي لېري کوي ، ستا درجات لوړوي ، ګناهونه دصفاکوي او ستادنیکیو په تله کي دهغه په هرتوري باندي لس نیکیوي زیاتېږي .

(۲) درسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتونو ټېنګه شه ځکه چي هغه یو صافه چینه او اوبه خور دی او ستا ددنیا او آخرت دنېکمرغي ضمانت درکوي .

(۳) چي کله دهم دیوه کار اراده کوله دوه رکعته لمونځ کوه او له الله څخه دادعا غواړه چي که ستا په همدغه کار کي خیروي نو هغه ديي درته آسانه کړي او که به ستا په کي ضرر وي نو درڅخه لېري ديي کړي دې ته استخاره وايي او په دې سربېره له هوښیار او دیانتدار انسان سره مشوره کوه کله به هم نه ستومانه او پښېمانه کېږې .

(۴) که داسي ملګري او همزولي لرې چي هغوی دیانت او تقوا نلري نو ځان ورڅخه لېري ساته او داسي دوستاني ونیسه چي هغوی ښه اخلاق ولري او دلمانځه او شرعي حجاب پابندي وي اوله هغوی سره ناسته ولاړه تاته الله تعالی در په یادوي او نوره دهم له دینداري سره مینه زیاتوي .

(۵) تل داکوشش کوه چي دخیر او اجر وثواب کارونه وکړې دا ستا دروح لپاره غذاء ده ، پدې شکل به ستا روحیات تل تازه وي او له ګناهونو څخه ځان لېري ساته ځکه چي ګناهونه ستا په زړه کي تیارې پیداکوي .

(۶) خاکساري او کېمیني کوه په تواضع او کېمیني سره به د الله تعالی لوړ مقام ته ورسوي او دخپلوانو په نظر کي به ستا قدر زیات شي ، مغروره او کبرجنه ښځه دهېچاهم ښه نه اېسي او هرڅوک ورڅخه نفرت کوي .

(۷) تل کوشش کوه که دشرعي عذر نه درلود ددوشنبې او پانشنبې په ورځو کي روژه نیسه ځکه چي روژه داجر له پلوه په ټولو عبادتونوکي مخصوص اجر لري او هم ستا صحت او روغتیا ته ګټه رسوي .

(۸) هره ورځ یو څه وخت دقرآنکریم تلاوت کولو او عبادت او داحادیثو دکتابونو مطالعې او ددیني تقریرونو آورېدلوته ځانګړی کړه دا به ستا په ژوند کي لذت پیدا کړي .

(۹) که کله پرېشاني درباندي غلبه وکړي نو دشپې په وروستۍ درېیمه حصه کي له بستر څخه پورته شه اودس وکړه نفلونه وکړه او الله تعالی ته وژاړه الله تعالی به دپرېشاني ضرور ختمه کړي ځکه چي پدې وخت کي هره شپه الله تعالی ښکته اسمان ته (لکه څرنګه چي دهغه له ذات سره وړ وي ) راښکته کېږي او وايي چي له ماڅخه څوک بښنه غواړي چي ويي بښم او څوک خپل ضرورت غواړي چي ورپوره يي کړم .

(۱۰) دهغه چا په خبرو مه غولېږه څوک چي قوي عزم او اراده نلري او دتل دښه حالت تمه ساته او له الله تعالی څخه په هروخت کي مرسته غواړه .

(۱۱) تل ددیني پوهني اوعلم تلاش کوه ځکه چي ملائکه دعلم دزده کوونکي لپاره په زمکه خپل وزر غوړوي او دیني پوهنه دله بېلاري څخه راګرزوي او دالله تعالی وېره دپه زړه کي پیداکوي .

(۱۲) تل ذکر کوه ، تسبیحات او استغفار وایه ځکه چي دا اوسپنېزي کلاګاني دي او چي څوک الله تعالی په یاد ساتي هغه بیا د الله تعالی په ساتنه کي وي .

(۱۳) که یوڅوک درڅخه نصېحت او یا مشوره وغواړي نودالله تعالی درضا لپاره ښه او ګټور نصېحت ورته کوه او نېکه مشوره ورکوه او په خبرو کي خیانت مه ورسره کوه .

(۱۴) له چا سره دزړه خوابدي مه ساته او حسد مه ورسره کوه ځکه چي دا دژوندتباه کوي ، اخلاق دبدوي، دنېکیو پانګه دسوځوي او په جسماني لحاظ دناروغیو ته ورپوري وهي .

(۱۵) که تاته نژدې دښځو اسلامي تنظیمونه وي او هغوی اسلامي فعالیتونه پرمخ بیايي نو ورسره منسلکه شه او په فارغ وخت کي يي په پابندي سره په پروګرامونوکي ګډون کوه ځکه چي هغوی به دخیر په کارونو کي ستا مرسته وکړي او دبې خیري له ځایونو او شیطاني سوچونو څخه به د راوګرزوي .

(۱۶) له نیکو او عالمانو ښځو سره مینه ساته او ورسره کېنه ځکه چي دقیامت په ورځ به د حشر له هغه چاسره کېږي چي په دنیا کي دورسره مینه او ناسته ولاړه وي .

(۱۷) له نورو انسانانو او دکور له افرادو سره دنبوي اخلاقو په رڼاکي تعامل کوه په دې به هم الله تعالی تاته زیات اجرونه درکړي او د قیامت په ورځ به دهغه چا دنیکي تله ترټولو زیاته درنه وي دچاچي اخلاق او خویونه ښه وي .

(۱۸) که یوچاته خبره کوې نو پداسي شکل يي ورته کوه چي هغه ورباندي خوشاله شي که هغه ترتا مشروي او که کشر وي او پداسي شکل مه ورته وایه چي هغه پکي سپکېږي او یايي دنورو په مخکي دځان لپاره سپکه وګڼي .

دمثال په ډول که یوچا ته دیوه کار دکولو وایې نو داسي مه ورته وایه چي ورشه هغه فلانی کار وکړه بلکه داسي ورته وایه زما خو داسي خوښه ده چي ته داسي وکړې او له چاڅخه ددې انتظار مکوه چي هغه ولي في الحاله ستاخبره ونه منله بلکه انتظار وکړه که يي هغه ونکړي نو پخپله يي کوه ځکه چي دقوم مشر دقوم چوپړ وهي داډول سلوک به ستا مقام نور هم لوړ کړي .

(۱۹) په عاجزه زړه اوپه پاک ځای او پاکه جامه کي پنځه وخته لمونځ پخپل وخت کي کوه ځکه چي لمونځ ددین ستني او داسلام لومړی رکن دی ، دالله تعالی او بنده ترمېنځ یوه خواله او دتماس ذریعه ده او درسول الله صلی الله علیه وسلم وصیت ده .

(۲۰) دخپل کور له افرادو او خپلوانو سره مینه ساته او دخوشالي اسباب ورته برابروه او په کارونوکي ورسره مرسته کوه ځکه چي دالله تعالی هغه څوک خوښېږي چي دالله تعالی بندګانو ته يي خیر رسېږي .

(۲۱) له غصې کولو او له کاوړ څخه ځان ساته ځکه چي طاقتور هغه څوک دی چي دغصې په وخت کي تحمل او برداشت وکړي اوبل دکاوړ نتېجه نوره زیاته خوابدي وي او چي کله غصه درشي نو غوره طریقه يي داده چي په ځان باندي اوبه تويي کړه .

(۲۲) رزق او روزي الله تعالی رسوي که کله لاس تنګي او پرېشاني درباندي راشي نو صبر او قناعت کوه ځکه چي ترڅو ژوند پاته وي رزق به الله تعالی درکوي که یوه دروازه وتړله شي بله به درته خلاصه کړي .

(۲۳) په تېر غفلت او ګناهونو او تېروتنو توبه کاږه او دتوبې دقبلېدلو لپاره شرط دادی چي دا وعده به کوې چي بیا به داګناه نکوم او توبه به یوازي دالله تعالی درضا لپاره کاږې .

(۲۴) تل دمرګ تصور کوه او مرګ په یاد ساته ځکه چي دمرګ تصور به آخرت درپه یادکړي او دالله تعالی وېره به دپه زړه کي پیدا کړي او په نیکو اعمالو کي به درسره مرسته وکړي او دژوند دستومانیو پېټی به دسپک کړي .

(۲۵) که دپلار په کور کي یې نو دمور او پلار خدمت کوه درجې به دلوړي شي او که دمېړه په کورکي یې نو هلته په هركار , خدمت اوخبرو کي اخلاص کوه او دتکلیف په مقابل کي تحمل کوه ژوند به دنېکمرغه شي او چي پخپله ځواني او صحت کي دنورو خدمت وکړې بیا به الله تعالی ستالپاره ستا داړتیا په وخت کي هرومروداسي څوک پیدا کوي چي هغوی ستا خدمت وکړي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.