
مجاهد: د کندوز دشت ارچې کې مو د حکومتي ځواکونو عملیات په شا وتمبول
نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی د نظامي ملګرو او امنیتي عسکرو تر منځ د وسلوالو نښتو په ترڅ کې د ملي اردو لس عسکر، اووه پوليس او درې اربکيان وژل شوي دي.
مجاهد زياتوي، چې د دشت ارچي په حاجي عديل سیمه کې د حکومتي ځواکونو تعرضي بريد پر شا تمبول شوی او نوموړې جګړه کې دوه عسکر، يو پوليس وژلي او څلور نور يې ژور ټپيان کړي دي.
د ښاغلي مجاهد له قوله د قومندان ګل او نهر شيرخان سيمو کې د دوو بېلابېلو نښتو په ترڅ کې درې اربکيان وژل شوي او دوه نور ټپيان شول.
همدا رنګه د سور کوټ سيمه کې د ملي اردو او پوليسو يو تعرضي بريد په ترڅ کې د ملي اردو دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
مجاهد زياتوي، دغه جګړه پرون تر ماښامه روانه وه، د ملي اردو لس عسکر، اووه پوليس او درې اربکيان پکې و وژل شول او د دوی هم دوه ملګري وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
بل پلو د کندز ولايت امنیتي چارواکي او د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي، چې دغه ولايت کې يې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکو د پيښې جزئيات نه دي خپاره کړي.