
شېريني/ خوشال درانى
لنډه کیسه
_ ډاکټر صيب مړشوم، هله ژرکوه، څه زهر راکړه چې ښه شم.
د امين سويو چيغو د خونې ټوله فضا نېولې وه، په يوه سا لګياو:
_ډاکټرصيب! مړشوم، دخداى له پاره…
ډاکټر په غوسه شو:
_دې باډۍته دې ګوره او ستا چيغو ته! په باډۍ دې هندو مسلمانېږي. لږه خورئ، پر ځان نه پوهېږئ، که ډوډۍ پردۍ ده،ګېډه خو مو خپله ده. هه دغه د سر درد او ټوخي ګولۍ را پاتې دي. دا واخله ښه به شي!
دى له درده لکه مار تاوېده، پر ډاکټر غوسه شو:
_ زه وايم نس مې خوږېږي او ته راته د سر درد ګولۍ راکوې، ژرکوه مړ کېږم.!
ډاکټرشونډې بوڅې کړې:
_وروره بهر هر څه شته ورشه له همغه ځايه ښه دوا واخله، زه څه انساني ډاکټر نه يم چې ستا د ګېډې تشخيص دې وکړم.
دامين بياچېغو او زګېروو ډاکټر شاته کړ:
_ته انساني ډاکټر نه يې، نو د خرو ډاکټر يې؟
دامين دا خبره پر ډاکتر سمه د ټوپک ډز ولګېده:
_هو زه د خرو ډاکټر يم، لکه د ستا په شان د خرو علاج کوم.
_نو څنګه دلته ډاکټر شوى يې؟ دا خو پوهنتون دى، دلته انساني ډاکټران نه وو، چې د خرو ډاکټر يې راوستى؟
دلته ښه ډېر دي، خو د انسانانو له پاره، مګر زه پکې د ستا په شان د خرو علاج کوم. پوى شوې؟ دا دولت دى چې واسطه دې وي، هرکار کېږي. ته خو هم د دې لايق نه يې چې پوهنتون ته دې راشې، يا به په پيسو راغلى يې او يا به دې د ځان پر ځاى بل څوک کېنولى وي. نور مې عصاب مه خرابوه، ژر وځه!
امين په زګيرو څنګ وګراوه، ټېليفون يې راوويست اوکې يې کړ:
_ الو!فواده! ترکلينک راشه! ټول ملګري راوله، ژرکوه چې مړ کېږم.
لا څو دقيقې نه وې تېرې چې د امين شاوخوا د ده ملګري ولاړ وو. طارق پر فواد غږ کړ:
راپه شايې کړه، سړى ښه نه دى، چې صحت عامې ته يې ورسوو، هله بلاله! ته پر سرړک يو موټر ودروه!
××××
په خونه کې د ډاکټر او د امين د ملګرو لانجې روانې وي، د فواد غږ نور غلي کړل :
ډاکټر صيب! سم وايي، محصلين يو، دا مو ملګرى دى، علاج يې وکړه، په ګېډه يې درد دى، ته يې وګوره چې څه مريضي لري. د خداى له پاره مړ به شي. ته يې چيغې نه اورې!
ډاکټر له ځايه پورته شو:
_ هرڅه بلا چې ياست، پر ما مو څه ؟ ولې مو مخکې نه راووړ،چې مرګ حال شي، نو را روان کړى مو وي، اوس زما د پلار له وسه نه کېږي.
امين چيغوته زور ورکړ،چاکراراوه، چا ډاکټر تر ږيره او پښو نيوه:
_ د خداى له پاره هلک مړکېږي. ته خو يې وګوره چې څه مريضي لري؟
ډاکټر په قهر شو:
_پوهنتون ته راورسېدئ، خو په اوصولو پوه نه شوئ، په دې نيمه شپه عمليات او هغه هم بې شېريني!!! لږ څه وټوخېږئ!
ملګرو يې ژر_ژر په جېبونو لاسونه ووهل، څه چې ورسره وې، هغه يې راوويستې، طارق وشمارلې:
هه ډاکټر صيب!! دغه درې زره خو شوې، نورې والله که ټنګه هم راسره وي!
ډاکټر پيسو ته وکتل:
_درې زره روپۍ!ځه خير وبه يې کړم.
امين له خولې داسې چيغه پورته شوه، ته وا چې د خونې چت به را وغورځوي. ډاکټر د روپو زاړه نوټونه په بېړه د سپينې چپنې په جېب ومنډل، په وار خطايې يې وويل: مخکې مې درته وويل، چې ناوخته مو راووړ، اپنډيکس يې وچاوديد، دتابوت غم يې وکړئ.
ډېره پزړه پورې کيسه وه ليکوال څخه هيله ده چې د نن ورځې د عصاب خرابو کسبګرو لکه دغه د کيسې ډاکټر پشان ناپوهانو لنډې کيسې نورې هم وليکي. قلم مو تاند برکت مو مل
دیره مننه درانی صاحب دیره په زره پوری کیسه وه دا د نن صبا ژوندی مطابق کیسه وه بیا هم دیره مننه.
دیر زیات می وخندل هاهاهاهاهاهاها