د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ غواړي ۱۰۰۰ تنه پوځي سلاکاران ، بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې د خپلې جنګي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه افغانستان ته را ولېږي.

ریښتیا طالبان د حزب په وساطت د سولې خبرې کوي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په دې وروستیو کې یوځل بیا د سولې په نوم مذاکراتو زور اخیستی او یو لړ مبهمو او مجهول الهویته کړیو دا هنګامه توده ساتلې.

په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام دا ځل حزب اسلامي غواړي د ګد حکومت او طالباتو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.

د آزادۍ راډیو د خبر په حواله د حزب اسلامي یوې باوري سرچینې هم له هغوی سره په مرکه کې دا تأیید کړې چې په ترکیه کې به د دوی په وساطت د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي.

د سولې په نوم د دې مسخره ییزو مذاکراتو هنګامه په داسې حال کې ګرمیږي چې پنټاګون غواړي افغانستان ته تر راتلونکې فرورې میاشتې پوري نوي تازه دمه امریکايي پوځیان او جنګي الوتکې را ولیږي.

د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ غواړي ۱۰۰۰ تنه پوځي سلاکاران ، بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې د خپلې جنګي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه افغانستان ته را ولېږي.

طالبانو د امریکایانو د نوي جنګي اقدام په اړه خپل رسمي غبرګون ښودلې او په یوه رسمي اعلامیه کې یې خپل موقف داسې خلاصه کړی : ((زموږ سلګونه نفوذي مجاهدین د هغې شیبې لپاره په بې صبرۍ سره انتظار کوي چې له امریکایي عسکرو سره مخ شي او د خپلو ټوپکو ججوري په کې تش کړي))
یواځې طالبان نه بلکې خپله د ګډ حکومت د مشرانو جرګې پوځي چارواکې هم افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتیرو لیږل د جګړې د دوام لامل بولي ، د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی په دې اړه وايي :

((افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو رالېږل دلته د جګړې د اعلان معنا لري))

د جګړې د اصلي ښکیلیو لوریو لخوا د پورتنیو ښکاره موقفونو د اعلان ترڅنګ د سولې په نوم د مذاکراتو پروسه پرته له دې چې یوشمیر له صحنې وتلې مجهول الهویته افراد یې د ځان لپاره د کاریابي د یوې وسیلې په توګه ګرمه وساتي بله هیڅ توجیه نه لري.

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د جګړې غزولو د جنګي عملي هڅو ترڅنګ د نامعلومو کړیو لخوا د سولې په نوم خبرې یواځې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس د هغې احمقانه ادعاء تعبیر او تعمیل دی چې وايي:

(( مونږ د زور له لارې طالبان سولې ته مجبوروو.))

د افغاني ټولنې له شرائطو او وضعیت څخه ناخبره مایک پینس او د هغه اجرتي مرکچیان له دې افغاني اصله نا خبره دي چې وايي:

( په زور کلې نه جوړیږي )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د