نړۍ

خیبر ایجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي کانټینرو برید وشو

نن ټکی آسیا: نن سهار په قبایلې سېمه خیبر ایجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي کانټینرو وسلوال برید ترسره شوی.

د پاکستاني رسنیو له خبر سره سم، دا پېښه نن له غرمې مخکې د خیبر اینجنسۍ په جمروز کې رامنځته شوه.

ویل کېږي، چې په برید کې په افغان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو یو لېږدونکی کانټینر د اور په لمبو کې له منځه وړل شوی او بل هم لږ تخریب شوی، خو د ځاني تلفاتو په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

باید وویل شي، چې د ناټو لپاره د پاکستان له لارې د اکمالاتو او پوځي تجهیزاتو لېږدونکي لوی موټران د خیبر پښتونخوا په قبایلي سېمو او د بلوچستان په اکثرو سېمو کې د پاکستاني طالبانو تر وسلوالو بریدونو لاندې راځي.

تر اوسه د یاد برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x