fbpx

ستا سترګي/ منیب

رحمت الله منیب

محافظ لري فوجیان لري ستا ستــــرګي
لکه غشي باڼوګان لري ستا ستـــــــــرګي

ځان ته نه ګوري په بل کې یې نظــر وي
کبرجني خوی د خان لري ستا ستــــرګې

ستا په سترګو مې د سترګو پتنګ ګرزي
ګل دي نه شي خو ګلان لري ستا سترګي

اشــــــــارو کې یې سګنل د میني راشي
خیال کومه چې ارمـان لري ستا سترګي

زه منیب یې په غــــزل کې ځکه ستایم
قافیې لري دېــــــوان لري ستــا سترګې

11/01/2018

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د