افغانستان

طالبانو په ترکیه کې د سولې غونډې په اړه سپیناوی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو په هغې غونډه کې د خپلې استازولۍ په اړه سپیناوی کړی چې ویل کیږي د سولې تر نامه لاندې به په ترکیه کې دایره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغې ناسته کې د خپلو استازو د ګډون راپورونه ناسم ګڼلي او زیاته کړې يې ده چې «نه یې هلته کوم استازی لیږلی او نه هم هلته ګډونوال د دوی استازیتوب کولای شي».

وړاندې کابل نیوز تلویزون خبر ورکړی و چې په غونډه کې د طالبانو د قطر میشتي سیاسي دفتر په استازیتوب «رحمت الله وردګ» ګډون کوي، خو نن ټکی اسیا ته د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په سیاسي دفتر کې یې په دغه نامه اصلا څوک وجود نه لري.

په غونډه کې د رحمت الله وردګ په نامه د مجهول الهویته طالب استازي د نامه له افشا کیدو وروسته د غونډې د پاتې ګډونوالو د هویت په اړه هم شکونه راپورته شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د یادې ناستې مشري په رسمي توګه نه ده منلې، خو د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار (اسماعیل قاسمیار) د غونډې ابتکار د حزب اسلامي د حکمتیار د ښاخ په لاس کې ګڼلی، اما ارګ یې په اړه ناخبري ښيي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، پرته له دې چې د غونډې د رابلونکي جهت نوم واخلي، یاده ناسته یې غندلې او هغه یې «استخباراتي دسیسه» بللې.

ښاغلي مجاهد په یوه مطبوعاتي پیغام کې نوموړې غونډه «جعلي پروسه» او «د روان جهاد په وړاندې خصمانه حرکات» ګڼلي دي.

د چارو شنونکو په اند، د سولې مذاکراتي غونډو ته د جعلي طالب استازو وربلل، د سولې په راوستو کې له ولس سره تر بوسو لاندې اوبه تیرول دي او د راتلونکي لپاره په خلکو کې د سولې هیلې او امیدونه وژني.

لیکوال او شنونکی نظر محمد مطمئن وايي چې باید دولت، حزب اسلامي او نور سیاسي ګوندونه د افغان ولس باورونه نور زیانمن نه کړي او په وینا یې، دغسې ناستې نه یوازې سولې ته مثبت کار نه کوي بلکې منفي اغیز لري او په سوله باندې د ولس باور نور هم زیانمنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

چرګه په دې تونده شوروا!! دا به رحمت الله نبیل وی نه وردګ. دا جعلی خیرګړی چې ولس یې ښه پیزنی، ترکې ته معمولا د خپلو تجارتونو او غلاکړو پیسو سمبالولو تر څنګ د ترکې دولت ته د خپل ترکی تابعیت د وفا لپاره هم کله کله ټولیږي. د سولې خبرو اوازه هم ګډه کړی تر څو هغه تیروتی ګوندیان یې نور هم یو څه وخت لپاره له سیندونو تږي تیرکړي. ډیر ماهره دي. د یوه تیر او دوه پختکې مې اوریدلې وه اما اوسنی کفن کښان په یوه تیر څلور پختکې په نښه کوي. د افغان جهاد د کامیابۍ… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

مجاهدین سربکف امارت اسلامي افغانستان ادعا های دورغین اجيران صليبي های تروریست را مبنی بر اینکه گویا نماینده های امارت اسلامي افغانستان در مذاکرات صلح در ترکیه اشتراک ورزیده اند، این ادعاها کاملاً دروغ های شاخدار و عاری از حقیقت است. هیچ مذاکرات بنام صلح صورت نگرفته است و به هیچ عنوان نخواهد گرفت، تا وقت که یک عسکر تروریست و جنایتکار اشغالگران صليبي در خاک پاک ما موجودیت داشته باشد و موقف امارت اسلامي افغانستان واضح بوده أن اینکه طرف مذاکره اشغالگران تروریست و جنایتکار صليبي های امریکایی است و اشغالگران تروریست باید بدانند که طرف مذاکرات ایشان ملت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x