نړۍ

ځینولویدیځو رسنیو د طالبانو له جسدونو سره د انګریزانو د سپکاوي انځورونه خپاره کړل

ځینو لویديځو رسنیو د طالبانو له جسدونو سره د انګریزانو د بدچلند انځورونه خپاره کړي دي، دغه انځورونه چې لومړی وار په (لایولایک) بريښناپاڼه کې خپاره شول، په ۲۰۱۲ز کال په هلمند کې د هغو طالبانو جسدونه دي، چې په یاد ولایت کې يې په بریتانوي قرارګاه ډله ایز سرتېری برید وکړ.

د سکای نیوز راپورکاږي چې دغه ډول انځورونه د انګلیستان د پوځیانو لپاره د شرم خبره ده، په انځورونو کې یو انګریز عسکر د طالب سرتېري په له وینوډکې کوپړۍ سره ناست دی او خپلې ګوتې يې د بریا په نښه پورته کړې دي.د انګلیستان د دفاع وزارت مسوولین وايی چې د دوی دپوځ داسې کړنو ته هیڅ ډول دلیل د توجیه وړ نه دی.
دا په داسې حال کې دی چې د ناټو عسکرو څو وار د طالبانو په جسدونو بولې هم کړې دي، او ډول ډول يې سپک کړي دي. مګر تراوسه پورې د داسې غیر انساني کړنو اړوند نړیواله ټولنه  او دبشرحقوقو سازمان چوپه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x