افغانستان

کابل ښاریان د اوبو له کمښت سره مخ کېدونکي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اوبو رسولو د شرکت رییس حمیدالله یلاني وايي، اوسمهال د ټول هېواد د ځمکې اوبه شل سلنه لږې شوي او کابل د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ کېدونکی دی.

د ده په خبره، د اوبو ککړتیا، د اوبو د سطحې ټیټوالی، د اوبو ډېر کارول، د اورښتونو کموالی او د واورې لږ ورېدل یې مهم لاملونه دي.

دی وايي، په کابل کې د چټلو څاه ګانو کیندلو له امله د دغه ښار اوبه چټلې شوي او که یې مخه ونه نیول شي؛ نو راتلونکو پنځو کلونو کې به د کابل ښار اوبه د استعمال وړ نه وي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم مني، چې ککړې اوبه د ساري ناروغیو لامل کېږي او په کابل کې زیاتې څاه ګانې له تشنابونو سره نږدې کیندل شوي او خلکو ته یې روغتیايي ستونزې پېښې کړي دي.

د روغتیايي چارو د کارپوهانو په خبره، د اوبو ناسم استعمال، په ځمکه کې د کثافاتو ښخول، په چټلو ځایونو کې د څاه ګانو کیندل، د اوبو رسولو د کانال نشتوالي او د اوبو ناسم مدیریت د کابل او د نورو لویو ښارونو اوبه چټلې کړي دي.

د اوبو، انرژۍ او د برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې هر کال د اورښتونو له لارې ۲۹میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه کېږي؛ خو د دغه ښار اوسېدونکي ۳۲ میلیونه متر مکعبه اوبه کاروي، چې ډېرې یې ناپاکې او صحي نه دي.

په کابل کې د نفوسو ګڼوالی، وچکالي، په کرنیزو ځمکو کې د خلکو مېشت کېدل او د اوبو ناسم کارول هم د کابل ښاریان د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.

له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د کابل په لویدیځ او شمالي برخو کې اوبه ۲۲متره ښکته شوي؛ خو په ختیځو او سویلي برخو کې اوبه بیا تر ۱۰ مترو پورته ښکته تللي دي.

اوسمهال په کابل نږدې پنځه میلیونه خلک اوسېږي، چې د نورو اسانتیاوو د نشتوالي ترڅنګ د اوبو د ناپاکۍ سره هم مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x