پژواک: تېر کال ۲۰۵۰ امنیتي پېښو کې نږدې ۱۵زره تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پژواک خبري اژانس، پخپل څيړنیز راپور کې وايي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ۲۰۵۰ امنيتي پېښو کې نږدې ۱۵ زره تنه افغانان وژل شوي دي.

دغه سرچينه د کال په اوږدو کې د خپلو امنیتي خبرونو پر بنسټ وايي، چې دوی له ۲۰۵۰ امنیتي پېښو خبرونه درلودل، چې پکې ۱۴۶۰۰تنه وژل شوي او ۱۰۲۷۷ تنه نور ټپيان دي.

په راپور کې راغلي، ډېره مرګ – ژوبله په مخامخ بريدونو کې رامنځته شوې، خو پر دې سربېره، هوايي بمبارۍ، ځمکنيو بمونو او موټر بم چاودنو کې هم د جګړې دواړو لوروی ته درانه تلفات اوښتي دي.

د همدې راپور پر بنسټ تر ټول ډېر بریدونه په ننګرهار کې شوي، چې شمېر يې د دوی د معلوماتو له مخې ۳۴۷ ته رسېږي، ورپسې ٦٣ بريدونه په کابل، ١٨٤ په فارياب، ١٦٨ په هلمند، ١٤٠ په کندهار، ١٠٤ په غزني، ۱۰۰ په فراه، ٩٦ په روزګان، ٨٣ په لوګر، ٧٧ په جوزجان او ٧٢ په پکتيکا کې شوي دي او پاتې ۶۱۶ بریدونه په دوه ویشتو نورو ولایتونو کې شوي دي.

دا په داسې حال کې دی، چې طالبانو پخپل کلني راپور کې په تېر میلادي کال کې ۷۵۰۳ بريدونه ياد کړي او زرګونو افغان او بهرنیو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د خپرو کړیو معلوماتو پر بنسټ دوی په تېر میلادي کال کې نږدې ۱۵زره افغان او شاوخوا ۳۰۰ بهرني عسکر وژلي دي.

طالبانو په تېر کال کې د ۱۳ چورلکو او ۷ بې پيلوټه الوتکو د رانسکورولو دعوه هم کړې ده.

د جګړې بل اړخ، افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو يې هم ورته څرګندونې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په تېر کال کې يې د طالبانو پر ضد تر ۷ زرو ډېر عملیات کړي دي، چې په وینا يې طالبان يې سخت ځپلي دي.

یاده دې وي د تېر میلادي کال په وروستیو کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره هوايي بمباریو پوره زور واخیست، چې د جګړې د مقابل لوري پر تلفاتو سربېره يې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د