افغانستان

مسیر: د امریکايي ځواکونو ډېروالی؛ د وحشت ډېروالی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې له افغان عسکرو سره د مرستې، روزنې او مشورې په پلمه زر نور عسکر افغانستان ته رالېږي.

دفاع وزارت د امریکا د نورو اقداماتو په څېر دې ګام ته هم خوښي ښکاره کړې او دا يې د امریکا د نظامي مرستو په اوږدو کې همکاري بللې ده.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه، مسیر؛ وايي د امریکايي ځواکونو ډېروالی دلته د وحشت له ډېروالي پرته نور څه نه راوړي.

ورځپاڼه کاږي، چې د ځواکونو په ډېرېدو سره جګړه ګرمېږي او د سرچينې په قول پر نظامي حللارې ټینګار د وحشت ډېرښت رامنځته کوي.

«څومره ډېر چې پر پوځیانو او نظامي حللاره ټینګار شوی، په همغه کچه وحشت زیات شوی دی. وسله وال نه یوازې مات شوي نه دي، بلکې پیاوړي شوي دي او لا زیاتې سیمې یې لاندې کړي دي.»

سرچينه د امریکايي چارواکو دې دعوې ته چې ګواکې دا نوي عسکر به د داعش پر ضد وکارول شي، هم د شک په سترګه ګوري او په وینا يې دا داعش ته له تبلیغاتو پرته بله مانا نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي چې امریکا د داعش په کمپاین کې ډېره برخه اخیستې او تر اوسه يې پر ضد هیڅ رښتونې جګړه نه ده شوې، سره له دې چې دفاع وزارت د داعش د ځپل کېدو تبلیغات ګرم ساتلي؛ خو امریکا يې د ځپلو لپاره ان نویو ځواکونو ته اړتیا ويني.

ورځپاڼه لیکي: «زموږ دفاع وزارت وايي داعش ځپل شوی، نو چې ځپل شوی، د نورو ځواکونو راتګ ته څه اړتیا ده. رښتیا دا دي چې دا چاره د داعش لپاره یو کمپاین دی. تر اوسه پورې د داعش پر ضد رښتینې جګړه نه ده شوې، بلکې تر ډېره داعش ته کمپاین شوی دی. بهرنیو ځواکونو خو مخامخ د داعش په ګټه په جګړه کې فعالیت کړی دی.»

مسیر افغان چارواکي د امریکا د پرېکړو په پټو سترګو منلو له امله ملامتوي او غږ پرې کوي چې موږ خبرو او تفاهم اته اړتیا لرو: «زموږ چارواکي باید په پټو سترګو د هر څه هرکلی ونه کړي. موږ خبرو او تفاهم ته اړتیا لرو، له دې پرته جګړې نه پخوا ګټه کړې او نه به یې له دې وروسته وکړي.»

د مشرانو جرګې هم تېره ورځ د امریکا له دې اعلان وروسته دا اعلان د جګړې د اوږدېدو په مانا وباله.

د دې جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزي وویل، که له امریکا سره د افغان عسکرو د پیاوړتیا غم وي، یا دې يې په تجهیزولو کې مرسته وکړي يا دې يې هم د روزنې لپاره امریکا ته ور وغواړي.

هغه وویل، دلته د امریکایانو راتګ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او جګړه اوږدوي.

د دې ټولو خلاف ملي دفاع وزارت د امریکا دا ګام ستایلی او دعوه يې کړې چې د نویو امریکايي عسکرو په راتګ به د افغان عسکرو تلفات کم شي.

طالبانو بیا پر امریکا غږ کړی چې د جګړې د ګټلو هیله دې له سره وباسي، پر دې سربېره يې ګواښ کړی چې د امريکايي ځواکونو د ځپلو لپاره د دوی «نفوذي» ملګري په تمه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x