نظــر

د روس د «ګازو زور» د اروپا خوبونه حرام کړي

په اوکرائن کې چې لږه هم څه ستونزه پیدا شي نو اثر یې ددغه هېواد له سرحدونو ډیر لرې پرتو هېوادونو باندې غورځي. د اروپایانو خوبونه حرام شي، د حل لارې چارې لپاره شپه ورځ په ځان یوه کړي څو ستونزه حل کړي.

د اروپا د خوبونو حرامېدل بې لامله نه دي، ځکه د اروپا تقریبا نیمايي ګاز له روس څخه راځي چې نیمايي له اوکراینه تیریږي.

تر ټولو زیات پریشاني هغو څلورو هېوادونو ته وي چې ټول ګاز يې له روسه دی، بله دا چې په اروپا کې ۱۲ هېوادونو داسې دي چې تر نیمايي زیاتې خپلې اړتیاوې د روس له ګازو پوره کوي.

د ګازو د پایپونو مسئولې کمپنۍ چاوراکي، هغوی چې انرجۍ سره يې سر وکار دی او د اروپايي هېوادونو دولتي چارواکي وايي چې تیل «دولت» دی خو ګاز بیا «طاقت» دی.

سوال دا پیدا کیږي  که چیرې د روس خلاف پابندۍ ورو ورو زیاتې شي نو د روس جمهور رئیس (پوتین) به ګاز بند کړي او کنه؟  ځکه چې له دې څخه روس ته زیات نقصان رسیږي. که چیرې اوکرائن د ګازو پیسې ورنه کړي، نو آيا روس به پرې ګاز بند کړي او اوکرائن به له لوږې مړ کړي؟ تېره ورځ د اوکرائن، روس او د اروپايي اتحاد د نماینده ګانو  په وارسا کې د ګاز په ستونزه خبرې اترې وکړې چې د حل لپاره یې کومه نوې لاره ولټوي. اوس ستونزه داده که چیرې خبره تر جګړې پورې ورسیږي او سترو سترو وسلو استعمال پیل شي نو د سترې پېښې د رامنځته  کېدو د مخنیوي  لپاره  به د ګاز پایپونو بند کړای شي؟ که بند شول، اروپا به څه کوي؟

دا سوچونو او فکرونه بې ځایه نه دي ځکه اوکرائن د نړۍ ستر هېواد دی، له دغه هېواد خورا زیات ګاز تیریږي، که دغه ګاز بند شي، اروپا زیات شمېر هېوادونو به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

دواړه ډلې په دې پوهیږي که د انرجۍ په څېر مهم شیان په دغه جګړه کې داخل کړو نو دواړو اړخونو ته به زیات نقصان ورسیږي.

ګاز د روس ستر «طاقت» دی او د همدې ګازو په زور اوس ټوله اروپا په یوه لاس ګډوي راګډوي.

بلال ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x