د لوګر والي؛ محمد حليم فدايي

حليم فدايي: د طالبانو زیاتونې نصاب لا پیاوړی کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د لوګر والي حلیم فدايي وايي د پوهنې وزارت اړوند نصاب کې د طالبانو زیاتونو د دې نصاب په لا پیاوړتیا کې رول لوبولی دی.

فدايي دا څرګندونې د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټیټيوټ (IWPR) د راپو په غبرګون کې کړي او ويلي يې دی، طالبانو کوم تاواني مضمون په نصاب کې نه دی زیات کړی.

تېره ورځ (IWPR) د لوګر ولایت د پوهنیز وضعیت اړوند راپور کې ویلي و، چې په دې ولایت کې په ځينو ولسوالیو کې د طالبانو نصاب تدرسېږي.

سرچينې په خروار، خوښۍ، بره کي برک او څرخ ولسوالۍ کې د ځینو ښوونځيو د زده کوونکو په حواله ويلي و، چې طالبانو ځينې مضمونونه حذف کړي او د خپلې خوښې مضمونونه يې پکې زیات کړي دي.

د لوګر والي د (IWPR) راپور بې بنسټه بولي او وايي، چې طالبانو په ځينو سیمو کې قرآن شریف او نبوي سیرت د مضمونونو په توګه ور اضافه کړي چې دا د نصاب موضوع تر پوښتنې لاندې نه راولي، بلکې لا يې غښتلی کوي.

هغه له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل «په ځينو ځايونو کې که دا ويل کېږي په نصاب کې دې قران شريف يا سيرت النبي اضافه شي دا داسې موضوع نه ده چې د نصاب موضوع دې تر پوښتنې لاندې راولي بلکې دا نصاب لا غښتلى کوي.»

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټیټيوټ پخپل راپور کې د طالبانو د ویاند له خولې هم د ځينو مضمونونو زیاتول تاييد کړي دي.

ذبیح الله مجاهد د دې راپور برابروونکي خان ولي احمدزي ته ويلي، دوی د تروریزم او کلتوري برخه کې ځينې مضمونونه بند کړي او پر ځای يې ديني مضامین ور اضافه کړي دي.

طالبانو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې تر لاس لاندې ښوونځيو کې د ديني مضامينو پر ډېروالي ټينګار کړی او د «فرهنګ» په نوم مضمون چې دوی يې له اسلامي افغاني کلتور سره ځينې مواد ټکر بولي، له نصابه لرې کړی دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د