افغانستان

غور کې د عامه نظم پولیس خپلو پنځو ملګرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غور ولایت په مرکز کې د عامه نظم یو پولیس خپل دوه ملګري په ډزو وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د غور د امنیه قومندانۍ قومندان غلام مصطفي محسني وايي، نن غرمه مهال د عامه نظم په قرارګاه کې د عامه نظم پولیسو یو عسکر خپل دوه ملګري ووژل او درې نور یې سخت ټپیان کړل.

دی وايي، د عامه نظم پر پولیسو بریدکوونکی نیول شوی دی.

طالبان داسې بریدونه ډېری وخت د خپل نفوذي ملګرو کار ګڼي؛ خو د ننني برید په اړه یې تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو تېره ورځ د نویو امریکايي َعسکرو د راتګ په غبرګون کې ویلي وو، چې سلګونه نفوذي ملګري یې د افغان نظامیانو په منځ کې دننه کړي او د بریدونو په انتظار دي.

تېره اوونۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځايي پاڅون والو ۱۶ امریکايي عسکر وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x