افغانستان

کابل د امنیت شورا د پلاوي کوربه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کابل ښار ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی پرون ناوخته راورسيد.

ځينې افغان چارواکي وايي، د امنیت شورا دغه پلاوی به پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي او ښايي افغان چارواکي ورته د پاکستان په اړه هم شکایتونه وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړی، صالح محمد صالح وايي، د امنیت شورا دا پلاوی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې هم يې برخه واله ده، باید د روانې جګړې په برخه کې د حکومت مرسته وکړي.

ځينې شنونکي د امنیت شورا راتګ، د حکومت د کمزوري وضعیت د ښه کېدو لپاره بولي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند نړۍ نیوز ته ويلي، حکومت په فساد کې ښکېل، د سولې په برخه کې له ننګونو سره مخ دي، غواړي د امنیت شورا ملاتړ تر لاسه کړي.

ارګ او اجراییه ریاست تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د امنیت شورا دوره يي مشر خیرات عمروف وړاندې ویلی و، چې دغه پلاوی به د روانې جګړې، نشه يي توکو او سولې اړوند خبرې وکړي.

امنیت شورا د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان وروسته دغه پلاوی لېږي، چې په تېرو اوو کلونو کې لومړی پلاوی بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x