روغتیا

څیړنه: د کار پر مهال پر ځان فشار راوړل د شکر ناروغۍ خطر زیاتوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نویو څیړنو ښودلې هغه کسان چې د کار پر وخت په ځان زیات فشار راولي، نسبت نورو ته د شکر ناروغۍ د زیاتیدو خطر سره مخ کیږي.

دغه څیړنه په چین هېواد کې د تېلو د یوې کارخانې پر ۳۷۳۰ کارګرانو ترسره شوې، چې له څیړنې وړاندې هیڅ کوم کارګر د شکر ناروغي نه لرله.

له ۱۲ کاله تعقیب وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې د کار په وخت پر ځان زیات فشار راولي په دوی کې د شکر ناروغي ۵۷ سلنه زیاته شوې وه.

د همدغې مودې په جریان کې هغه کسان نسبت نورو ته چې د کار سربیره له نورو ستونزو (ټولنیزې او یا کورنۍ ستونزې) سره مخ وي، په هغوی کې د شکر ناروغۍ ګواښ ۶۸ سلنه زیات شوی و.

په انګلستان کې د لندن کالج یوه څیړونکي ویلي: په کار کې لوی بدلونونه ممکن زمونږ د شکر ناروغۍ پر خطر اغیز وکړي، ددې د مخنیوي لپاره پکار ده چې پخپله روغتیا پام وکړو او د کار پر وخت له هغو شیانو ځان وساتو چې زمونږ روغتیا ته زیان رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۱۴م کال کې په نړۍ کې د هر لسو کسانو څخه یې یو په شکر ناروغۍ اخته و، او دغه ناروغي به په ۲۰۳۰م کال کې د نړۍ اووم مرګ ګواښونکو ناروغیو څخه وي.

په شکر ناروغۍ اخته کسانو څخه یې ډېر عمر لرونکي کسان دي، دا ناروغي پر دوی هغه وخت حمله کوي کله چې بدن نشي کولی کافي اندازه انسولین تولید کړي چې د وینې شکر، انرژۍ یا قوت ته بدل کړي، او کله چې ددې په درملنه کې ناغیړي/غفلت وشي انسان په عصبي، اندامونو کمزور کیدو، فلج او د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.

څیړونکو د کار پر وخت د فشار زیاتیدو اړوند معاینه وکړه، دوی موندلي چې د کار پر وخت په انسان د فشار زیاتیدلو لاملونو د توقع نه زیات کار ، پر کار سر نه خلاصیدل او د کار په وخت پر خپلې روغتیا پاملرنه نه کول ښودل شوي دي، چې له امله یې د شکر ناروغۍ له سخت خطر سره مخ کیږي.

سرچینه: الجزیره مباشر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x