افغانستان

جمعيت: له ارګ سره ناستو پایلې نه درلودې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): جمعیت اسلامي وايي، له ارګ سره يې پرلپسې پنځه ناستې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د دې ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي چې دواړه لوري د یو بل له څرګندونو او غوښتنو سره موافق نه دي، ځکه خو ناستې پای ته رسېدلی او جوړجاړی هم نه دی رامنځته شوی.

اسماعیل خان له ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، وړاندې تر دې يې هم د جمعیت له خوا ارګ ته پر وړاندې شوې طرحه همدا نظر درلود چې هغوی به يې ونه مني.

که څه هم طلوع نیوز د دواړو لوریو تر منځ د درېیمې ناستې په تړاو له ارګه د یوې سرچينې په قول وویل چې جمعیت ارګ ته یوولس ماده ییزې غوښتنې سپارلې دي، خو اسماعیل خان وايي دوی ارګ ته په اوو مادو کې خپلې غوښتنې وسپارلې چې ونه منل شوې.

هغه د دې غوښتنو په اړه څه ونه ویل، خو ويې ویل، د جمعیت لپاره د عطامحمد نور واليتوب او له دوی سره د شوې هوکړې عملي کول يې مهمې غوښتنې دي.

په دې ناستو کې چې پنځه ځلې ترسره شوې، د ارګ له لوري محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزی، اکلیل حکيمي او د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي استازي و، چې د جمعیت له اړخه ورسره صلاح الدین رباني، عبدالستار مراد، محی الدین مهدی او نور الرحمان اخلاقي خبرې کولې.

دا ناستې په داسې حال کې بې نتېجې پای ته رسېږي، چې تازه د سمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلان کړی، چې نور د عطامحمد نور لاسلیک د یو والي په توګه نه منل کېږي.

په ورته وخت کې ځينو سرچينو خبر ورکړی چې ارګ نیت لري د دوی له لوري معرفي شوی والي، انجینر محمد داود په پوځي مرکز – شاهین قول اردو – کې معرفي او له هماغه ځايه ولایت اداره کړي.

د انجینر محمد داود وياند رحمت الله فطرت وايي، دوی خبر دي چې له جمعیت سره د ارګ خبرو نتېجه نه ده ورکړې، خو په وینا يې نه پوهېږي چې وروسته ارګ څه نیت لري.

د عطامحمد نور او ارګ تر منځ ناندرۍ تر يوې میاشتې اوږده شوه، چې په څنګ کې يې کندهار کې امنیه قومندان عبدالرازق هم د نور ملاتړ وکړ او ګډ حکومت يې د جوړجاړي پر سر رامنځته شوی نا مشروع جوړښت وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x