نظــر

لاس انجلس ټايمز: سي آی اې په افغانستان کې خپل جاسوسي مرکزونه تړي

لاس انجلس ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې سي ای اې افغانستان کې خپل سټلايټ مرکزونه بند او زرګونه قراردادي وژونکي استخباراتي کارګران پلازمېنې کابل ته ور وغواړي.

دا پريکړه په داسې حال کې کيږي، چې زرګونه امريکايي عسکر به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دغه هيواد کې پاتې وي.

د سي ای اې مشر جون برينن ويلي، چې سي ای اې له کابله د باندې خپل استخباراتي ماموريت پای ته رسوي او په افغانستان کې د مخالفو وسلوالو د فعاليتونو او تيليفوني څارنو ډلې او تحليلګران د هيواد له جنوب او جنوب لوديځو ولايتونو څخه کابل ته ورغواړي.

پينټاګون ويلي، چې که سي ای اې خپل څارونکي او جاسوسان له جګړيزو سيمو څخه وباسي،نو دغه سيمې به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ورشي.
د سي ای اې چارواکي د پينټاګان د انديښنې په اړه وايي، چې افغانستان کې د سي اې اې د قرارداديانو د ماموريت د کميدو تر څنګ د امريکايي عسکرو جګړه‌یيز ماموريت هم په کميدو دی.

سي ای اې دا پلان هم لري، چې د راتلونکي اوړي له پيله افغان نيمه پوځيانو ته تنخوا ورکول بند کړي، چې لس کاله يې د سي ای اې په روزنه د طالبانو پر خلاف جګړې وکړې.

پيڼتاګون غواړي، سي ای اې دې ته وهڅوي، تر څو د افغانستان جګړه‌ييزو ولايتونو کې د خپلو جاسوسي مرکزونو د بندلو پريکړه وځنډوي.
افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر قومندان جنرال جوزف ډنفورډ سي ای اې ته وړانديز کړی، چې خپله پريکړه دې يو کال نوره هم وروسته کړي او يو کال وروسته به د امريکايي عسکرو سره په ګډه خپل مرکزونه بند او ټول سامان الات راټول کړي.

ډيلي بيسټ ليکلي، چې سي ای اې لا وار د مخه خپل ځينې قراردادي تړونونه منحل کړي او پر خپلو قراردادي عسکرو يې تنخواوې درولي دي.
سي ای اې په افغانستان او ډيورنډ کرښې هاخوا د پاکستان په قبايلي سيمو کې خپل بريدونه تقريبا بند کړي، ولې د سي ای اې چارواکي وايي، چې د افغانستان او د پاکستان قبايلي سيمو کې به په ډېره کمه اندازه به د بګرام له هوايي اډې خپلو بې پیلوټو بريدونو ته دوام ورکوي.

سي ای اې ګومان کوي، چې د القاعده مشر او طالبان د قبايلو په ځينو خوندي سيمو کې شپې ورځې تېروي او له دغه ځايه افغانستان کې پر امريکايي او ايتلافي ځواکونو بريدونه کوي.

سي ای اې له افغانستانه د باندې په افريقا، يمن او يو شمېر نورو هيوداونو کې د القاعده او د پلويانو په فعاليتونو يې هم ډېره انديښمنه ده.
د سي ای اې چارواکي غواړي، دغو هيوادونو کې د القاعدې د پلويانو پر خلاف عمليات وکړي.

سي ای اې وايي، چې افغانستان کې يې د سر و مال ستر زيانونه ليدلي او تر ټولو خطرناک يې ۲۰۰۹ کال خوست ولايت کې د سي ای اې پر يو مرکز سرتېری بريد و، چې د سي ای اې اووه لوړپوړي افسران پکې و وژل شول.

دغه بريد د سي ای اې يو اردني مامور کړی و، چې د سي ای اې لخوا د ايمن الظواهري د نيولو لپاره ګومارل شوی و.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو د سرلښکر جنرال ډنډفورډ وياند وايي، چې د اوباما اداره به افغانستان کې د پاتې کيدونکو عسکرو د شمېر او دندو په اړه ډېر ژر خپله پريکړه اعلان کړي.

د افغانستان تلونکی ولسمشر يو لانجه مار سړی دی، چې تل يې د امريکايي عسکرو پر کړنو او پاليسيو نيوکې کړي او له څو مياشتو مذاکراتو وروسته هم امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي سند نه لاسليکوي.

امريکايي چارواکي اوس هم تمه لري، چې د واک له ليږد مخکې به د کرزي اداره امريکا سره دغه تړون لاسليک کړي.

که کرزی دا تړون امضا نه کړي، نو د دوو مخکښو کانديدانو ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني څخه به يو راتلونکي ولسمشر امريکا سره دغه سند په ډېره اسانۍ امضا کړي.

د امريکايي عسکرو جنرالان کوښښ کوي، تر څو سي ای اې تشويق کړي، چې د افغانستان جنوب او ختيځ کې خپل مرکزونه ونه تړي او د ايتلافي عسکرو د ملاتړ په موخه خپله دنده پر مخ بوځي.

امريکايي جنرالان وايي، چې سي ای اې دې خپل مامورين، تحليلګران، ټرينران او نور اړوند کارپوهان له سيمې نه وباسي.

يو جګپوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې پوځي چارواکي پر اوباما ټينګار کوي، چې افغانستان کې دې د پاتې کيدونکو عسکرو شمېر او د کار اندازه وټاکي.

په داسې حال کې، چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پايه به ګڼ شمېر امريکايي عسکر او پوځي سامانونه له افغانستانه لېږدوي.

پوځي چارواکي وايي، چې دوی يوې پريکړې ته اړ دي، چې د خپل راتلونکې لپاره کړنلاره وټاکي.

دغه پوځي چارواکي وايي، چې دوی سپينې ماڼۍ ته څو مشورې ورکړي، تر څو ژر تر ژه خپله پريکړه وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x