کرېکټ: انګلستان له ستر انتظار وروسته استرالیا ماته کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا او انګلستان تر منځ د ۵ یو ورځنیو لړۍ لومړۍ لوبه کې انګلستان له ستر انتظار وروسته استرالیا ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

له دې مخکې استرالیا انګلستان ته په ټیسټ لوبه کې د ۴.۰ په توپیر ستره ماتې ورکړې وه چې له کبله یې انګلستان لوبډله له سخت فشار سره مخ وه چې اوس یې په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې د ۳۰۵ منډو هدف په اسانۍ سره پوره کړ.

لوبه چې د میلبورن لوبغالي کې ترسره شوه، پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه، استرالیا په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدولو د آرون فینچ په غوره سلیزه ۳۰۴ منډې جوړې او انګلستان ته یې ستر هدف وټاکه.

ددوی لخوا آرون فینچ ۱۰۷، میچل مارش ۵۰ او مارکوس سټوینز ۶۰ منډې جوړې کړې، د انګلستان لخوا غوره توپ اچونه پلنکیټ ترسره کړه چې د استرالیا ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې انګلستان لوبډلې له ښه پېل وروسته دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل، چې وروسته جیسن روی او جویي رووټ د ۲۲۱ منډو ستر شراکت جوړ کړ او لوبډله یې د بریا خوا ته بوتله.

ددوی لخوا جیسن روی غوره لوبه ترسره کړه چې نوموړي د ۵ شپږیزو او ۱۶ څلوریزو په مرسته په ۱۵۱ توپونو ۱۸۰ منډې جوړې کړې، چې د انګلستان لوبډلې لخوا د یو لوبغاړي لپاره تر ټولو ډیرې منډې دي، همدارنګه جويي رووټ هم ۹۱ منډې جوړې کړې او ونه سوځید.

انګلستان ټاکلی هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ، او د ۵ یو ورځنیو لړۍ پېل یې په بریا سره وکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د