fbpx

نيويارک ټايمز: ټرمپ توکمپال، احمق، جاهل او بې اغېزه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنيو له تېرې څه مودې راهيسې، چې د ولسمشر ټرمپ د شخصيت او ذهني وړتيا په اړه خپرونې پيل کړي. ټرمپ ويلي و، چې کډوال «له مردارو ځايونو»راغلي خلک دي، خو د ټرمپ دغو او ورته نورو څرګندونو په رسنيو، ډيپلوماټيکو او سياسي حلقو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ليکي:  «د امریکايانو لپاره د اندېښنې او غم خبره دا ده، چې په سپينه ماڼۍ کې داسې يو څوک واکمن دی، چې د هغو ښځو او سړيو درناوی نه کوي، چې څو پېړۍ وړاندې د متحده ايالتونو د ابادۍ لپاره امریکا ته راغلي دي.»

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې په امریکا کې ډېری یهودان له شرقي اروپا د بې وزلۍ له امله، همدارنګه د ایرلنډيان له لوږ، اټيالويانو، ويټناميانو او نورو قومونو خپل هېوادونه پرېښي، امریکا ته راغلي او د متحده ايالتونو په ابادۍ کې يې ونډه اخيستې ده.

د ورځپاڼې په باور، که دا کډوال په دې پوه وای، چې امریکا کې به د ټرمپ په څېر يو څوک واک ته رسېږي، دوی به بېرته هغو هېوادونو ته تللي وای، چې ټرمپ يې«مردار وحشي» بولي.

په ورته وخت کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم ليکلي، چې ټرمپ د امریکا شخصيت ويجاړ کړی او د ټرمپ هغو څرګندونو ته يې اشاره کړې، چې د کډوالو په اړه يې کړي دي.

سره له دې، چې ټرمپ په خپله او د هغه مطبوعاتي ټيم د کډوالو په اړه د ناوړه څرګندونو څخه انکار کړی، خو د نيويارک ټايمز په ګډون ډېری امریکايي رسنيو ټينګار کړی، چې ټرمپ کډوالو ته سپکاوی کړی دی.

نيويارک ټايمز ليکلي: «ټرمپ يوازې توکمپال، احمق، جاهل، نااهله او بې اغېزه شخصيت نه، بلکې درواغجن هم دی او د امريکا په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې داسې يو څوک ولسمشرۍ ته رسېږي.»

ډونلډ ټرمپ د نورو ناوړو څرګندونو سربېره امریکا ته د ورغلو کډوالو په اړه هم سپکې څرګندونې کوي او تېره مياشت يې په سپينې ماڼۍ کې د کډوالو په اړه يوې غونډې ته ويلي و، چې په امریکا کې د هيټي هېواد پنځلس زره کډوال پراته دي او ټول يې په ایډز اخته دي او د نايجيريا کډوال به هېڅکله بېرته خپلو جونګړو ته ستانه نه شي، ځکه چې د متحده ايالتونو ژوند او سترې ودانۍ يې ليدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د