
کندهار کې زرګونه کسانو د باران غوښتنې لپاره د استسقاء لمونځ وکړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار په عیدګاه کې نن زرګونه کسان راټول شوي وو او د باران غوښتنې لپاره یې د استسقاء لمونځ اداء کړ.
تېره ورځ په کندهار کې د استسقاء لمانځه لپاره اعلانونه شوي وو او نن د کندهار ښار سربېره د ولسوالیو څخه لس زره کسان د استسقاء لمانځه لپاره راغلي وو.
لمونځ کوونکو د لمانځه وروسته د باران لپاره د الله جل جلاله دربار ته لاسونه لپه کړل او د خیر باران غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه دیني عالمانو د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ او د مسلمانانو روان حالت یې د دوی ترمنځ بې اتفاقي یاده کړه.
دوی له عامو خلکو وغوښتل، چې په خپلو عملونو کې بدلون راولي او د سولې او د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره دې خپل دیني رسالت ترسره کړي.
په کندهار کې زرګونه کسان داسې مهال د استسقاء لمانځه لپاره راټول شوي وو، چې په سږني ژمي کې بارانونه او واوره کمه ورېدلې ده او د سختې وچکالۍ وېره شته.
نن د اوبو رسولو د شرکت رییس حمیدالله یلاني ویلي وو، چې په کابل کې شل متره اوبه ښکته تللي او که بارانونه او واوره ونه شي؛ نو د کابل ښاریان به د اوبو له کمښت سره مخ شي.
والی مالی، مستوفی مستوفی،جنرال منرال، د ګمرک ممرک مامور مامور که د لمونځ کوونکو په صف کی نه وی ولاړ، د ایجابت احتمال ئې ډېر دی.