افغانستان

هرات: ترافیکي پېښه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

 

نن ټکی آسیا: د هېواد په لويدیځ کې له هرات څخه مو خبر ترلاسه کړ، چې د هرات – تورغنډۍ د لارې په اوږدو کې د ترافیکي پيښې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د هرات چارواکي وايي، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې د هرات – تورغنډۍ د لویې لارې پر سر رامنځته شوه.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد شفیق شیرزي وویل،چې په یوولس نیمو بجو یوه مازدا موټر له یوه ټیلر سره ټکر وکړ، چې په پایله کې یې نهه تنه ټپیان او یو تن پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې د دوه تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

له ښه مرغه د هرات تورغونډۍ پر لاره د داسې خونړیو پېښو بېلګي کمې دي،  خو د هرات کابل او کابل کندهار لاره ډېری مهال ورته او لا زیاتې خونړۍ ترافیکې  پيښې را منځته کېږي، چې د ډېرو مساپرو کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x