افغانستان

کرزی: افغانستان کې د امریکا موجودیت د سیمې د بې ثباتۍ سبب شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): مخکېنی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د امریکا موجودیت باید د مشروع بنسټونو، قانون، رسوم، عنعناتو او په ځانګړي ډول لویې جرګې ته د خلکو د ذهنیتونو د برابرولو لپاره وي؛ نه چې په افغانستان او سیمه کې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په اتریش کې د اروپا د امنیت او پالیسۍ په اکاډمۍ کې کړي دي.

کرزي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور باید د سولې او امنیت د راوستو لپاره وي، نه چې د دوی حضور افغانستان او سیمه ناامنه کړي.

ده ویلي چې د روانو ستونزو حل یوازې لویه جرګه او له افغانستان نه د امریکايي عسکرو وتل دي.

حامد کرزي له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره دې همکاري وکړي او خپلې تګلارې او سیاستونه دې په مستقیم او په خپلواک ډول پر مخ یوسي.

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی وخت نا وخت د امریکا ضد څرګندونې کوي؛ خو په خپله ۱۳کلنه واکمنۍ کې یې د امریکايي ګټو د ساتلو لپاره زرګونه افغانان قرباني کړل.
څو میاشتې وړاندې د لویې جرګې د رابللو غوښتنې هم د ځینو ډلو له خوا کېدې؛ خو په کندهار کې د حکومت ضد غونډې وروسته دغه غونډې درېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

په کرزي دې لعنت شي چې اوس داسې چغې وهي، لومړى چې غلامي يې اختيار کړې وه هاغه وخت به يې فکر کړاى واى، کله چې بيا کندهاريانو ښځو باندې، ماشومانو باندې تېرى کېده او بيا سوځول کېدې بې غيرته انسان به د بوش په ټټر د امان الله خان مډال، د غازي محمد اکبرخان مډال مکرسټل ته نه ټومبل.، بيا به ېې د لستوڼو مارانو شمال ټلوالې غلو ته د ټول ولس د حکومت د واګي اختيار نه ورکاوه. لعنت دې پردې دوه مخي جاسوس شي.

غ.حضرت

زه د کرزی دښمن یا دوست نه یم خو دومره ویل غواړم: د قدرت او واک نشه تر تاریاکو او شرابو په کمه نده، حتی خطرناکه ده . د تریاکو نشه شپږ نیمه ساعته او د شرابو نشه اووه ساعته او دوولس دقیقې وروسته محو کیږی خو د واک نشه ( خصوصاً بایللی واک) نشه لږ تر لږه یوه پېړی او درې نسله دوام پیدا کولای سی. نبی علیه السلام خوشی توصیه نده کړې چه ” تاسی په زور او خدعه او چم خپل ځانونه د واک پر ګډۍ مه پینه کوی). پدې روښانه ملغلره کی یو لوی حکمت نغښتی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x