افغانستان

د لوګر اربکیانو ټرمپ ته مډال لېږلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د لوګر د سيمه‌ييزو اربکيانو يو مشر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د سرو زرو مډال لېږلی دی.

امریکا غږ راډيو وايي، چې دغه مډال قومي مشرانو د ځايي بزګرانو په مرسته له سرو زرو جوړ کړی، چې پنځلس ګرامه سره زر په کې کارول شوي او پنځه څلوېښت زره افغانۍ ارزښت لري، خو په سيمه کې د نن ټکی اسيا همکار د ځايي خلکو له خولې وايي، چې دا مډال د لوګر قومي مشرانو نه، بلکې د کلنګار سيمې يوه اربکي قومندان فرهاد اکبري لېږلی دی.

فرهاد اکبري امریکا غږ ته ويلي، چې دوی غوښتل د سيمې د «مشرانو!!» په ملتیا د امریکا سفارت ته ورشي او دغه مډال د امریکا سفیر ته وسپاري، خو امریکايي سفارت د خلکو د ورتګ اجازه نه ده ورکړې او دی يوازې ورغلی او مډال يې ورته سپارلی دی.

د ځايي خلکو په وينا قومندان فرهاد اکبري په سيمه کې له خلکو سره په ظلم او تېريو نوم لري او څو ځل پرې طالبانو بريدونه هم کړي دي.

د کلنګار سيمې يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې فرهاد اکبری د لوگر ولایت د کلنگار د قلعه تقی شاه سیمی اوسیدونکی دی، د امریکايي يرغل په لومړيو کې لوګر ولايت ته څېرمه د امریکايي عسکرو په خدر پوځي بيس کې يې دنده درلوده، چې وروسته يې د اربکيانو پروسه کې له خپلو ملګرو سره په ګډه د طالبانو پر ضد ټوپک ته لاس کړ او لا هم ځايي خلک د طالبانو او نورو نومونو له امله ځوروي، په زوره ترې باج اخلي او خلکو ته د مرګ ګواښونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دې سړی یعنی لوګری صاحب حتماً دېرش څلوېښت کاله مخکی بریژنیف ته هم کوم مډال ور لېږلی دی.
یو متل دی چه وائی:
مال چه خاوند ته نه وی سوی، حرام دی.
د پورتنی متل په مصداق، دا مډال ترامپ ته حرام ندی ځکه همهغسی کوږ ووږ دی لکه
د ترامپ خوله او مخ او مغز او اخلاق او احساسات.
کله به سړی رانه جوړیږی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x